د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او ایران مذاکرات؛ جي ډي ونس له شهباز شریف سره وکتل

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس د ایران له رژیم سره د خبرو اترو په موخه د یوه پلاوي په مشري د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته رسیدلی دی.

د پاکستان د صدراعظم دفتر اعلان کړی چې اسلام آباد ته د امریکایي پلاوي له سفر ساعت وروسته، شهباز شریف له جي ډي ونس او نورو جګپوړو امریکایي چارواکو سره لیدلي دي.

دا خبر وروسته له هغه خپور شو چې ایراني رسنیو له شهباز شریف سره د خپل هېواد د پلاوي د غونډې راپورونه خپاره کړل.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر په حواله، شهباز شریف له جي ډي ونس سره په خبرو کې د ګټورو خبرو لپاره د دواړو پلاویو د ژمنې په اړه هیله څرګنده کړې او ویلي دي چې دا خبرې په "سیمه کې تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره د بنسټ یوه ډبره" وي.

په امریکایي پلاوي کې پر جي ډي ونس سربیره، د متحدو ایالتونو خاص استازی ستیف ویتکاف او د هغه سلاکار او زوم جېرد کوشنر هم ګډون لري.

ټاکل شوې چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ نن شنبه (اپرېل ۱۱مه) مذاکرات پیل شي.

د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال اسلام آباد ته تر روانېدو مخکې خبریالاتو ته ویلي وو چې هېواد یې له ایران سره د مذاکراتو لپاره مختلفې لارې چارې لري.

له دې مخکې، د جمعې په مازدیګر د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پاکستان کې له ایران سره د مذاکراتو په اړه وویل دده په نظر یوه ښه هوکړه داده چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلې ونلري. ټرمپ وویل مذاکرات "لوی بحث" دی او "وبه ګورو چې څه کېږي."

ولسمشر ټرمپ وویل:" هغوی (ایران) د پوځي پلوه مات شوي دي او موږ به اوس د هرمز تنګي پرانېزو... تاسې ښه ټیم لرئ او هغوی سبا (شنبه) غونډه لري. وبه ګورو چې اوضاع څنګه پر مخ ځي."

ایراني خبري رسنیو د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر یوهان وادفول سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي تلفوني خبرو ته په اشارې، لیکلي د عراقچي په وینا ایران " په بشپړې بې اعتمادۍ" له امریکا سره خبرې کوي.

عراقچي په دې خبرو کې چې وخت ته یې اشاره نده شوې همدارنګه پر لبنان د اسرائیل د بریدونو د دریدو لپاره " د نړیوالې ټولنې د فوري اقدام" غوښتنه کړې ده.

په راپور کې راغلي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د اوربند څخه د هرکلي تر څنګ، پر لنبان د اسرائیل د بریدونو په درېدو ټینګار کړی دی.

د ایران پلاوی د عراقچي په غړیتوب او د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف په مشرۍ له امریکایي پلاوي سره د خبرو لپاره اسلام آباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هیله څرګنده کړې چې متحده ایالات او ایران د سولې په خبرو کې په رغونکې بڼه له یو بل سره تعامل وکړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG