ټرمپ: له 'ایران سره د سولې د یوې هوکړې جزیات' ژر اعلانیږي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې له ایران سره د سولې په اړه د "یو تفاهم جزئیات" " تر بحث لاندې دي او ډېر ژر به اعلان شي."

ولسمشر ټرمپ د شنبې په ماښام (د مې ۲۳مه) د ټروت سوشل په ټولنیزې رسنۍ کې په یوه پوسټ کې ولیکل چې هغه د "ایران اسلامي جمهوري او د سولې د احتمالي تړون اړوند ټولو موضوعاتو" په اړه د عربي او سیمه ییزو هېوادونو له مشرانو سره "ډېرې ښې" ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړه: " د امریکا متحده ایالاتو، ایران اسلامي جمهوري او هغو بېلابېلو هېوادونو ترمنځ چې نومونه یې یاد شول، په لویه کچه پر یوې هوکړې خبرې اترې شوي، او یوازې یې وروستي کول پاتې دي. "

ډونالډ ټرمپ وویل چې په دغه اړیکه کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان، د قطر د صدراعظم شیخ تمیم بن عبدالرحمان الثانی، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان، د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د اردن پاچا ملک عبدالله ، د بحرین پاچا حمد بن عیسی الخلیفه، او همدارنګه د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر هم حضور درلود.

د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې هغه د "اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یوه جلا ټیلیفوني اړیکه" درلوده او دا اړیکه یې " په هماغه اندازه ښه" وبلله.

له ایران څخه د بډای شویو یورانیمو ایستل او د هرمز تنګي پرانیستل د امریکا او ایران ترمنځ په خبرو اترو کې له اصلي موضوعاتو څخه دي.

په دې پیغام کې، ډونالډ ټرمپ یادونه وکړه چې "د دې تړون د ډېرو نورو برخو سربېره، به د هرمز تنګي بیرته پرانیستل شي."