د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ (مې ۲۳) د هند په پلازمینې نوې ډهلي کې د هغه هیواد له صدراعظم نرېندرا مودي سره وکتل.
روبیو او مودي په دې ملاقات کې په نورو مسایلو سربیره په منځني ختیځ کې د اوسني وضعیت او د هند او متحدو ایالتونو ترمنځ په تجارتي اړیکو بحث وکړ.
روبیو د هند له صدراعظم سره تر ملاقات وروسته په نوې ډهلي کې د امریکا په سفارت کې یوې غونډي ته د وینا پرمهال وویل واشنګټن او نوې دهلي غوره اړیکي لري او ډیر مشترک کارونه یې په مخ کې دي.
نوموړي وویل د هند په سفر کې به دیرې ګټورې غونډي وکړي:" هند د هندو-پاسفیک سیمې ته د متحده ایالاتو د چلند بنسټیز رکن دی. او دا یوازې د کواد له لارې نه، بلکې دوه اړخیز هم دی. تاسو دا په متحده ایالاتو کې د هندي شرکتونو لخوا په ۲۰ ملیارده ډالرو پانګونې کې وینئ. تاسو دا د پکس سیلیکا [د امریکا په مشرۍ د ټکنالوژۍ اتحاد] کې د دوی په ګډون کې وینئ، خو تاسو دا په هغو نورو فرصتونو کې هم وینئ چې موږ یې باید د دوو پرمختللو اقتصادونو په توګه وسپړو."
د هند صدراعظم نرېندرا مودي هم نن شنبه په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د هند او امریکا د هر اړخیزې نړیوالې ستراتیژیکې ملګرتیا په برخه کې پر دوامداره پرمختګ او د سیمه ییزې او نړیوالې سولې او امنیت اړوندو مسایلو باندې خبرې وکړې.
روبیو په دې ملاقات کې د واشنګټن او ډهلي د اړیکو په ستراتیژیک ارزښت په ټینګار سره وویل چې د متحدو ایالتونو د انرژۍ محصولات دا قوت لري چې د هند د انرژۍ د تامین بهیر متنوع کړي.
روبیو د ایران د جګړې په تړاو وویل چې متحده ایالات به ایران ته اجازه ورنکړي چې د انرژۍ نړیوال مارکیټ برمته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې لیدنې مخکې ویلي وو چې ښاغلی روبیو به د هند له صدراعظم سره په خپل ملاقات کې په تجارت، انرژۍ او دفاعي همکاریو بحث وکړي.
بلخوا په هند کې د متحدو ایالتونو سفیر سرجیو ګور په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په نږدې راتلونکې کې سپینې ماڼۍ ته د راتګ په اړه د ولسمشر ټرمپ بلنلیک مودي ته وړاندې کړ.
ګور زیاته کړې، چې روبیو او مودې موثره لیدنه درلوده چې د امنیت، تجارت او مهمو تکنالوژیو په برخه کې یې واشنګټن او نوې ډهلي د اړیکو په پراختیا بحث وکړ.
ټاکل شوېده د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د مې په شپږ ویشتمه نیټه په نوې ډهلي کې د کواد ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې هم ګډون وکړي. متحده ایالات، هند، جاپان او آسترالیا د کواد امنیتي ډیالوګ غړي هیوادونه دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل، په هند کې د کواډ بهرنیو وزیرانو په غونډه کې د اسټرالیا، هند او جاپان ترڅنګ د یو ازاد او پرانیستي هندو-پسفیک سیمې پرمختګ ته سترګې په لار دی.
فورم \ دبحث خونه