د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ په سویډن کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې تر پیل مخکې وویل چې د ناټو سازمان باید د خپلو ټولو دخېلو غړو لپاره ګټور وي.
مارکو روبیو وویل: «د بل هر ایتلاف په څېر، ناټو هم باید د ټولو دخېلو کسانو لپاره ګټوره وي. باید د توقعاتو په اړه څرګند درک موجود وي. او موږ هڅه کوو چې په دقیق ډول د دې لپاره یو اساس کېږدو.»
ښاغلي روبیو له ایران سره د متحدو ایالتونو د جګړې په اړه د ناټو د ځینو غړو هېوادونو پر دریځ د واشنګټن اندېښنه بیا څرګنده کړه او تاسف یې وکړ چې دغو هېوادونو له خپلو پوځي تاسیساتو څخه په دې جګړې کې د کار اخیستو اجازه نه وه ورکړې.
هغه خبریالانو ته وویل چې د واشنګټن د همدغې اندېښنې په اړه به د ناټو له غړو سره خبرې وکړې.
نوموړي وویل: «د ناټو دا ټول غړي هېوادونو له موږ سره موافق دي چې ایران نه شي کولای اتومي وسلې ولري، دا رژیم د سولې لپاره ګواښ دی او داسې میزایلونه لري چې اروپا ته رسېدای شي. موږ پرېکړه وکړه چې یو کار وکړو، خو ټول پټ شول. هو، موږ په دې اړه نا امید یو.»
متحده ایالتونه د ناټو په غړو هېوادونو باندې ټېنګار کوي، چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د خپلې دفاعي بودیجې ونډه زیاته کړي او د خپل ناخالص داخلي عاید پنځه فیصده برخه دې ولګوي.
ښاغلي روبیو په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې په همدې مسئلې باندې د ناټو له مشر مارک روټه سره وغږېده او ټینګار یې وکړ چې د ناټو غړي هېوادونه باید خپله دفاعي برخه زیاته کړي.
ښاغلي روبیو وویل: «یوه برخه چې فکر کوم دقیقآ په کې همکاري کولای شي، د دفاعي صنعت اساس دی. دا ټولې نړۍ، په ایتلاف کې موږ او له ایتلاف څخه د باندې ټولو ته څرګنده ده، چې موږ چټک مهمات، چې د اینده ضرورتونو ته مهم دي، نه شو تولیدولای. دې مسئلې ته باید رسېدګي وشي. دا هغه څه دي چې موږ پرې ګډ کار کولای شو. دا هغه څه دي چې غواړو ګډ کار پرې وکړو. فکر کوم، دا مسئله یوازې د تولید لپاره نه، بلکې د همکارۍ د وړتیا لپاره هم مهمه ده.»
په همدې حال کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سویډن ته د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو تر سفر مخکې اعلان وکړ چې پولنډ ته ۵۰۰۰ نور اضافي سرتېري استوي. ولسمشر ټرمپ د خپل ټروټ سوشیل په حساب کې لیکلي دي چې د پولنډ د ولسمشر کارول نوروکي سره ښه روابط لري او په همدې اساس یې دا پرېکړه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ لیکلي دي: «د پولنډ د اوسني ولسمشر کارول نوروکي، چې ما یې د حمایت ویاړ درلوده، د بریالیو ټاکنو او زموږ د اړیکو په اساس، خوښ یم چې دا اعلان کوم چې متحده ایالتونه به پولنډ ته نور ۵۰۰۰ اضافي سرتېري استوي».
متحده ایالتونه دا مهال هم په پولنډ کې یو شمېر سرتېري لري. پولنډ د ولسمشر ټرمپ دا اعلان ستایلی دی.
د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې «په پولنډ کې د متحدو ایالتونو د ځواکونو د موجودیت په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه د پولنډ او متحدو ایالتونو لپاره ښه خبر دی. زه له هغو ټولو څخه، چې په دې مسئلې کې دخېل دي، مننه کوم...»
تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ د ناټو په غړو انتقاد کړی و چې د ایران په جګړې کې ورسره ونه درېدل. هغه ویلي وو چې له دغه ایتلاف څخه به وتل غوره کوي او دا پوښتنه یې کړې، چې ایا واشنګټن د خپل مشترک دفاعي تړون ته په درناوي مکلف دی.
فورم \ دبحث خونه