د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې له ایران سره د لنډې جګړې تجربې دا وښوده چې د هغه هیواد پر رژیم باور نشي کیدای.
ولسمشر ټرمپ چې د سه شنبې په ورځ (نومبر ۲۴) په متحدو ایالتونو کې د شکرانې د ملي ورځې په مناسبت په سپینه ماڼۍ کې خبرې کولې، ایران بې اعتماده هیواد وباله او ویې ویل چې د یاد هیواد د بندرونو محاصره د تاریخ ستره محاصره ده.
نوموړي په دې اړه د امریکایي پوځیانو څخه مننه وکړه او ویې ویل:" له ټولو هغو کسانو چې هڅه کوي په دې اړه ډاډ ترلاسه کړي چې ایران هیڅکله اټومي وسلې ونلري، غواړم ځانګړې مننه وکړم. کوم کسان چې تنګی ساتي، نه، موږ یې محاصره بولو. دا یوه محاصره ده."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: " موږ (جګړه کې) لنډه دمه درلوده او پوه شوو چې نشي کیدای په هغوی باور وشي. "
ولسمشر ترمپ د ایران د ابي بنادرو محاصره د نړۍ په تاریخ کې ستره محاصره وبلله او ویې ویل چې ددې محاصرې د پیل څخه هیڅ یوه کښتۍ نده توانیدلې چې له دې محاصرې تیره شي.
د ولسمشر ټرمپ له دې څرګندونو مخکې، د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس، د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني سره په لیدنه کې د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالو د کمیدو په اړه خبرې وکړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې الثاني په دې لیدنه کې د خوندي سمندري تګ راتګ لپاره له دیپلوماتیکو هڅو او یوې پراخې هوکړې څخه چې په سیمه کې د سولې لامل شي، خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري د سه شنبې په ورځ په هرمز تنګي کې خوندي تګ راتګ، یوې پراخې هوکړې ته د رسیدو عمده شرط وباله.
ماجد الانصاري وویل: "موږ په ښکاره اعلان کړی چې یوې پراخې هوکړې ته د رسیدو او د مناسبو شرایطو د رامنځ ته کیدو لپاره چې په سیمه کې سوله او ثبات راولي، لومړی باید په هرمز تنګي کې تګ راتګ بیرته پیل شي، مذاکرات له سره پیل شي او په یو وخت کې د ټولو اړخونو په امنیتي اندیښنو باندې بحث وشي. "
واشنګټن او دوحه په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د روانې میاشتې په ترځ کې د هرمز په تنګي کې پر کښتی د بریدونو د زیاتیدو راپورونه ورکړل شوي دي، خو اکثریت دغه ادعاوي د امریکا د مرکزي قومندانۍ له خوا رد شوي دي.
ایران د چهار شنبې په ورځ ادعا وکړه چې دوو کښتیو د هرمز په تنګې کې پر یوه ماین له برابریدو وروسته اور واخیست. د ایران دولتي رسنیو د هغه هیواد د سپاه پاسدران د اعلامیې په قول ویلي چې دغو کښتیو له هغو مسیرونو څخه د تیریدو هڅه کوله چې تهران هغه غیر مجاز بللي وو.
ایران د سه شنبې په ورځ هم ویلي وو چې د هرمز په تنګې کې درې کښتۍ په ماین برابرې شوي دي. د بریټانیا د سمندري تجارت سازمان تایید کړې چې درې کښتۍ د دوشنبې په ورځ د هرمز تنګي له ختیځ اړخ څخه د تیریدو پرمهال په نا معلومو وسلو په نښه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ایران د اب بنادرو د محاصرې لپاره په زرګونه امریکایي سرتیرې په سیمه کې میشت دي . د امریکایي چارواکو په وینا، د روان کال د جون میاشتې څخه تر اوسه پورې د سمندري محاصرې له امله ایران ته کابو ۲۵ میلیارده ډالره زیان رسیدلی دی.