سپینې ماڼۍ ویلي چې امریکا د هرمز تنګي د کنټرول او د ایران د اقتصادي کمزورۍ له امله په «ډېر پیاوړي» دریځ کې ده.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۶مه، امریکا غږ ته ویلي چې «ایران له منځه تللی او په هر صورت، په ایران کې به روانه جګړه ډېر ژر پای ته ورسېږي.»
د دغه چارواکي په وینا، «ولسمشر ټرمپ ټول انتخابونه په واک کې لري او هر هغه اقدام به وکړي چې د امریکا په ګټه وي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۵مه، د امریکايي ځواکونو له خوا د هرمز تنګي پر کنټرول د ټینګار ترڅنګ وویل چې واشنګټن د ایران په اړه «ډېر پرمختللي استخباراتي معلومات» لري. د ټرمپ په وینا، له دغو معلوماتو ځینې یې له محرمانه حالته ایستل شوي، خو ځینې نور لا هم محرم دي او دی نه شي کولای په اړه یې خبرې وکړي.
سپینې ماڼۍ ټینګار کړی چې «هرمز تنګی پرانیستی دی او هره ورځ لسګونه میلیونه بېرله تېل» له دغه تنګي څخه تېرېږي.
ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز سره په خپله وروستۍ مرکه کې یو ځل بیا ویلي چې واشنګټن پر دې غور کوي چې له تهران سره یوې هوکړې ته ورسېږي او که سخت دریځ غوره کړي.
سپینې ماڼۍ امریکا غږ ته ویلي:
«لکه څنګه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغوی په منظم ډول، هم له پوځي او هم له مالي پلوه، له منځه وړل شوي دي. که ایران ژر خپل چلند بدل نه کړي، موږ به ډېر ژر دا کار پای ته ورسوو.»
په وروستیو ورځو کې ایران په وار وار ویلي چې ډیپلوماسۍ ته چمتو دی، خو ټینګار یې کړی چې هېڅکله به د زور او فشار پر وړاندې تسلیم نه شي.
سپینې ماڼۍ د ایران په اړه دا تازه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د مکې تړون د غړو هېوادونو، سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ له ایراني چارواکو سره د لیدنې لپاره تهران ته ورسېدل. د دغو چارواکو د سفر د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه د سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې او د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هڅې یادې شوې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل بریدونه او د سیمې پر امنیت یې اغېزې به د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وي. د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن په دغو خبرو کې د خپلو هېوادونو استازیتوب کوي.