د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس ویلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ به اجازه ورنکړي چې ایران سره نښته په نه ختمیدونکې جګړه بدله شي.
ونس چې د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۹) د فاکس خبري شبکې په یوه پروګرام کې خبرې کولې وویل چې ولسمشر ټرمپ به د متحدو ایالتونو اهداف پوره کړي.
ونس وویل: "موږ په تیرو اوو میاشتو کې په یو شکل ایران سره ښکیل وو. ۴۷ کاله کیږي چې متحده ایالات ایران سره سر و کار لري او له تاسو سره ژمنه کوم چې ډونالډ ټرمپ به اجازه ورنکړي چې ایران په یوې نه ختمیدونکې جګړه بدله شي."
ولسمشر ټرمپ تل ټینګار کړی دی ایران له متحدو ایالتونو سره په جګړه کې ماته خوړلې ده او دا جګړه به ژر پای تهر سیږي.
ولسمشر ټرمپ همدارنګه ټینګار کړی دی چې د ایران مسله به یا له تهران سره د یوې هوکړې د ترلاسه کیدو او هم د ډیرو نظامي بریدونو په کیدو سره هواره شي.
بلخوا وال ستریت ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال برد کوپر د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې ولسمشر ټرمپ ته پر ایران د احتمالي نظامي بریدونو په اړه مختلفې طرحې وړاندې کړي دي.
سپینې ماڼۍ تر دې یوه ورځ وړاندې امریکا غږ ته ویلي وو چې ولسمشر ټرمپ ټول اختیارونه ساتلي دي چې ډاډ ترلاسه شي چې ایران هیڅ وخت ونشي کړای اټومي وسلو ته لاسرسی ولري.
په عین حال کې د ایران دولتي رسنیو د جمعې په ورځ د هغه هیواد د سپاه پاسداران په حواله راپور ورکړی چې ایراني پوځیانو د هرمز تنګي په ختیځ کې د امریکا یوه بې ماڼو کښتۍ له منځه وړې ده.
د متحدو ایالتونو پوځ، د ایران ددې ادعا په اړه څه ندي ویلي خو د سنټکام مشر په خپله ایکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې د روانې اوونۍ په ترځ کې یې په منځني ختیځ او هرمز تنګي کې د امریکایي پوځیانو سره کتلي او د هغه په وینا د هرمز په تنګي کې سپاه پاسداران حضور نه درلود.
برډ کوپر وویل:"ما هلته اصلا سپاه پاسداران ونه لید. هغوی د لسیزو لپاره هرمز تنګي او شاوخوا اوبو کې ګزمې کولې، سوداګریزې کښتۍ یې په خپله خوښه ځورولې، ګواښلې او توقیف کولې. خو هلته نه وو ځکه د ایران سمندري ځواک ټول د سمندر په تل کې دی."
بلخوا په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د یوې هوکړې د ترلاسه کیدو لپاره د منځګړو هیوادونو د هڅو راپورونه ورکړل شوي، د ایران د مرکچي پلاوي مشر او د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف په خپل ایکس پانه لیکلي دي چې پر مختګ یوازې هغه مهال امکان لري چې د تهران اوه شرطونه ومنل شی.