د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: هرکله چې زه وغواړم ایران سره جګړه پای ته رسیدلی شي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ماښام (اکتوبر ۲۷) د تګزاس ایالات په لاباک ښار کې د یوې انتخاباتي غونډې پرمهال وویل چې له ایران سره جګړه کیدای شي د هغه په پریکړه او (ډیر ژر) پای ته ورسیږي.

ولسمشر ټرمپ همدارنګه ټینګار وکړ چې جګړه باید په داسې شکل پای ته ورسیږي چې د امریکا اهداف، په خاص ډول اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی پکې وشي.

ډونالډ ټرمپ وویل: "دا جګړه چې هر کله زه وغواړم پای ته رسیدلی شي." هغه زیاته کړه چې امریکا به په دې جګړه کې بریالۍ شي.

ولسمشر ټرمپ هغه څه ته په اشارې چې په ونزویلا کې یې د امریکا بریا وبلله، وویل، واشنګټن د ایران سره په جګړه کې هم په قدرت سره د بریا په حال کې دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې د جګړې د پای اعلان باید په یوه قاطع دریځ سره وشي څو ډاډ ترلاسه شي چې ایران هیڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونلري.

ولسمشر ټرمپ د خپلو خبرو په دوام له تهران سره د بارک اوباما د حکومت په اټومي هوکړې په سخت انتقاد سره وویل:" ما د بارک حسین اوباما د برجام هوکړه لوه کړ، ښایي تر ټولو بده هوکړه چې تر اوسه شوې ده. هماغه هوکړه چې (د ایران اټومي هوکړه) یې بولي او اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي لاره ګنل کیده."

هغه د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال ایران ته په نغدي بڼه د ۱.۷ میلیارده ډالرو ورکړه هم یو ناورین وباله او ویې ویل چې دا پیسې له ایران سره د جګړې د مخنیوي لپاره لېږل شوې وې.

ولسمشر ټرمپ وویل چې متحده ایالتونو د 'نیمې شپې څټک' او د 'حماسي غضب' د عملیاتو په ترځ کې د ایران د اټومي بډاینې وړتیا له منځه یوړه او ایران ته یې له نظامي او مالي پلوه ماته ورکړه.

هغه دا هم وویل چې تهران له ۱۹۷۹ کال راهیسې له متحده ایالتونو سره په جګړه کې دی او امریکایي سرتېري یې وژلي دي. ولسمشر ټرمپ د خپلې وینا په جریان کې پر امریکایي بیړۍ 'کول' باندې برید او د سړک غاړې ماینونو له امله قربانیانو ته اشاره وکړه او د سپاه پاسداران د قدس ځواک پخوانی قوماندان قاسم سلیماني یې د دغو چاودنو مسؤل وباله.

د امریکا ولسمشر خپلې خبرې ددغه هیواد پر پخوانيو مشرانو په نیوکې سره پای ته ورسولې او ویې ویل چې هغوی باید ډېر پخوا د هغه څه په وړاندې چې نوموړي د ایران ګواښ وباله، مقابله کړې وای، خو ټرمپ وویل چې پخوانیو مشرانو ددې کار جرات نه درلود.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړه چې دا مسله باید د هغه له ولسمشرۍ څخه مخکې حل شوې وای خو نوموړي ټنیګار وکړ چې حکومت یې اوس د هواري هڅه کوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG