ایران ته د سپېنې ماڼۍ خبرداری- د امریکا الوتکې وړونکې بیړۍ منځني ختیځ ته رسیدلې

سپینې ماڼۍ امریکا غږ ته ویلي چې "د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره ټول انتخابونه پر مېز پراته دي" ځکه چې د امریکا د الوتکې وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته رسیدلې ده ترڅو ایران ته خبرداری ورکړي چې د هغو نورو مظاهره چیانو له وژلو ډډه وکړي چې په دې میاشت کې په پاڅون کې برخه اخیستې وه.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته په یوه ایمیل کې په بیان کې، ویلي چې ټرمپ "په ایران کې وضعیت له نږدې څاري او که [د ایران] رژیم لاریون کونکي اعدام کړي نو ټول انتخابونه په میز باندې دي."

دغه چارواکي یادونه وکړه: "د ولسمشر ټرمپ د خبرداریو په پایله کې، هغه ایراني لاریون کوونکي چې د مرګ سزا سره مخ و، اعدام نه شول. لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ وویل، هغه فکر کوي چې دا ښه خبر دی او هیله لري چې دا بهیر به دوام ومومي. هغه وضعیت له نږدې څاري."

ټرمپ د تېرې پنجشنبې په ورځ د سویس نه بیرته امریکا ته په لار د ولسمشر په الوتکه (ایر فورس ون)کې خبریالانو ته وویل چې د ایران رژیم د پاڅون پر وړاندې د ظالمانه اقداماتو د یوې برخې په توګه د ۸۳۷ کسانو د اعدام پلان لغوه کړی، چې اکثره یې ځوانان وو. هغه وویل چې هغه [د ایران] رژیم ته خبرداری ورکړی و: "که تاسو دا خلک اعدام کړئ، تاسو باندې به تر بل هر وخت سخت ګوزار وشئ."

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د دوشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوسټ کې اعلان وکړ چې په اټومي انرژۍ سمباله الوتکې وړونکې بېړۍ، ابراهیم لینکن او د هغې ضربتي ډلې (CSG) د جنوبي چین سمندرګي څخه لویدیځ ته له حرکت وروسته د منځني ختیځ اوبو ته استول شوي دي، چې دوی په کې مخکې میشت وو.

ټرمپ په ایرفورس ون کې په خپلو څرګندونو کې، ویلي و چې متحده ایالتونه په ایران کې وضعیت "څاري" او د بیړیو"یوه لویه ډله ... د هغه هیواد [ایران] په لور روانه ده."

دا لومړی ځل و چې ټرمپ په عام محضر کې د ایران د رژیم لخوا د دسمبر په ۲۸مه د پیل شوي پاڅون د ځپلو په ځواب کې منځني ختیځ ته د پوځي ځواک د لیږدولو په اړه خبرې وکړې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز د یکشنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل چې د امریکا پوځ "سیمې ته تجهیزات استوي ترڅو [ټرمپ] په بشپړه توګه سمه پریکړه وکړي."

والټز وویل چې د ایران په لور د ټرمپ له خوا د سمندري ځواک د لیږلو امر د "هغو غوره شویو ګامونو یوه برخه وه چې موخه یې زموږ د [سیمه ایزو] اډو خوندي کول او [همدارنګه] ډاډ ترلاسه کول دي چې [د متحدو ایالتونو متحد] اسراییل د ایراني رژیم له هر ډول غبرګون څخه خوندي اوسي".