په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر مایک والټز وايي، هغه سمندري ځواک چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې ایران ته لیږي، موخه یې دا ده چې د امریکا د اعلی سرقومندان د "سمې پریکړې" په کولو کې ورسره مرسته وکړي چې څنګه د ایران د رژیم لخوا د مخالفینو د پاڅون ظالمانه ځپلو ته ځواب ووایی.
والټز د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۵مه له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې، وویل چې د امریکا پوځ "سیمې ته تجهیزات استوي ترڅو [ټرمپ] په بشپړه توګه سمه پریکړه وکړي."
والټز وویل چې د ایران په لور د ټرمپ له خوا د سمندري ځواک د لیږلو امر د "د هغو غوره شویو ګامونو یوه برخه وه چې موخه یې زموږ د [سیمه ایزو] اډو خوندي کول او [همدارنګه] ډاډ ترلاسه کول دي چې [د متحدو ایالتونو متحد] اسراییل د ایراني رژیم له هر ډول غبرګون څخه خوندي اوسي".
د امریکا رسنیو راپور ورکړی چې د اټومي انرژۍ لرونکې الوتکې وړونکې بېړۍ USS ابراهیم لینکن او د هغې ضربتي ډله (CSG) د دوشنبې په ورځ د جنورۍ ۲۶مه د جنوبي چین سمندرګي څخه لویدیځ ته له حرکت وروسته د منځني ختیځ په اوبو کې وو، چیرې چې دوی مخکې ځای پر ځای شوي وو.
د امریکا مرکزي قوماندې د جنګي بېړیو د اوسني موقعیت په اړه د تبصرې لپاره د امریکا غږ غوښتنې ته سمدلاسه ځواب نه دی ویلی.
ټرمپ د تېرې پنجشنبې په ورځ له سویس څخه بیرته امریکا ته په لاره کې د ولسمشر ځانګړې الوتکه(ایر فورس ون )کې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالتونه په ایران کې وضعیت "څاري" او د بیړیو"یوه لویه ډله د هغه هیواد په لور روانه ده."
دا لومړی ځل و چې ټرمپ په عام محضر کې د ایران د رژیم لخوا د دسمبر په ۲۸مه د پیل شوي پاڅون د ځپلو په ځواب کې منځني ختیځ ته د پوځي ځواک د لیږدولو په اړه خبرې وکړې.
په ورته وخت کې په لندن کې د انټرنېټ څارونکې ډلې (نېټ بلاکس) د دوشنبې په ورځ په یوه پوسټ کې وویل چې د ایران رژیم لخوا په ټول هیواد کې د انټرنېټ بندول چې موخه یې د مخالفینو ځپل دي، ۱۸مې ورځې ته وغځیدو.
دې ډلې ویلي چې دا بندیز "د ملکي وګړو په وړاندې د وژونکي ظلم کچه پټوي."
والټز له فاکس نیوز سره په مرکه کې دا هم وویل چې د ایران رژیم "د حکومت له خوا تر سره شوې نسل وژنه" کړې ده.
هغه وویل چې ملګرو ملتونو په [ایران] کې د تاوتریخوالي له امله د مړو شمېر تر ۱۸۰۰۰ پورې اټکل کړی و، که څه هم هغه زیاته کړه: "داسې ښکاري چې وضعیت لدې نه هم خورا ډیر خراب کیدی شي."
فورم \ دبحث خونه