اختصاصي: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل او لبنان ترمنځ د رغوونکو بحثونو خبر ورکړ

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ایټالیا په پلازمینه روم کې د اسرائیل او لبنان مذاکره کوونکو له "دریو ورځو خبرو وروسته" تخنیکي بحثونه پای ته ورسول.

د بهرنیو چاروزارت یو ویاند د سه شنبې په ورځ (اګست۱۱) امریکا غږ ته وویل چې دواړو لوریو د ازمایښتي سیمو د تطبیق او درې اړخیزو عناصرو د چوکاټ جزیات نهايي کړي، چې د تائید او پاکسازۍ مشترک تعریف هم په کې شامل دی.

متحدو ایالتونو، اسرائیل او لبنان د تیرې جولای په میاشت کې په واشنګټن کې درې اړخیز چوکاټ لاسلیک کړ، چې په اساس یې اسرائیل منلې چې د لبنان له دوو کوچنیو سیمو څخه، چې د حزب الله له جنګیالیو څخه یې پاکې کړې، خپل ځواکونه وباسي او د لبنان پوځ ته یې وسپاري.

د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي دي، چې د امنیتي ازمونونو سره سره د لبنان لپاره د همغږۍ پوځي ډلې دقیق معلومات ورکړي او ارتباطات به اسانه کړي. دغه ډله به په اینده اونیو کې د ازمایښتي سیمو نظارت پیل کړي.

په دغه پيغام کې لیکل شوي دي: «پوځي پلاوي د عملیاتي سیمو، مشترکې نقشې او په اینده کې د ازمایښتي سیمو د لارې د نقشې په اړه، چې بریالیتوب یې په واضحه توګه اندازه کېدای شي، توافق کړی.»

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د مذاکراتو په راتلونکو پړاوونو کې به لبنان د نورو اضافي سیمو د امنیت لپاره مشخصې طرحې وړاندې کوي.

دغه وزارت ویلي دي چې متحدو ایالتونو په لبنان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک د ماموریت د نوي کېدو په اړه مخالفت څرګند کړی او دواړو خواو توافق کړی چې د درې اړخیز چوکاټ د حمایت لپاره له متحدو ایالتونو سره یو ځای په بدیلې طرحې کار وکړي.

وزارت ویلي دي چې د روم په خبرو اترو کې د متحدو ایالتونو په دیپلوماتیک تعامل باندې خبرې وشوې، چې له درې اړخیز چوکاټ سره یو ځای مخې ته یوړل شي، په دې کې له لبناني پلاوي سره خبرې اترې شاملې دي، چې د پاکسازۍ د فعالیتونو حمایت وشي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د سپتمبر په لومړیو کې به سیاسي هلې ځلې بیا پیل شي او په بیروت، بیت المقدس او واشنګټن کې بیا مذاکرات پیل شي.