د متحدو ایالتونو پوځ وایي په داسې حال کې چې د "حماسي غضب عملیات" دوام لري، د ایران پر وړاندې یې هوايي بریدونه د ایران د رژیم هوايي دفاعي سیسټمونه، د میزایلونو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو ځایونه او د سپاه پاسداران د قوماندې مرکزونه ویجاړ کړي دي.
د متحدو ایالتونو مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د اېکس په شبکې کې په یو لړ پوسټونو کې لیکلي چې امریکایي ځواکونه هڅه کوي د ایران د رژیم د میزایلو هغه سیارې دستګاوې هم په نښه کړي چې ترې په سیمه کې په نورو هېوادونو باندې توغندي توغول کېږي.
سنټکام د ایران دا بریدونه بېباکه بللي او ویلي یې دي چې ایران هڅه کوي "په ټوله سیمه کې اعظمي زیان ورسوي".
سنټکام د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د ایران د رژیم په وړاندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل د ګډو بریدونو له پیلېدو وروسته، تر اوسه پورې شپږ امریکایي سرتېري وژل شوي.
د اسرائیل پوځ د سه شنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې په ایران کې لسګونه بریدونه کړي او د هغه هېواد په لوېدیځ کې یې د توغندیو د توغولو ځایونه او دفاعي سیسټمونه په نښه کړي دي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو زیاته کړې چې د ایران د مرکزي قوماندې یو مرکز یې هم په نښه کړی دی.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د سه شنبې په ورځ وویل چې د سپوږمکۍ د انځورونو پر بنسټ یې د ایران د نطنز د اټومي مرکز د داخلیدلو ودانۍ ته تازه رسېدلي زیانونه تائید کړي او زیاته کړې یې ده چې "اټکل نه کېږي چې راډیولوژیکي عواقب ولري".