د لاس رسي وړ اتصالات

قطر او متحده عربي اماراتو د سلګونو ایراني توغندیو او ډرونونو د شنډولو اعلان وکړ

قطر د سې شنبې په ورځ د مارچ درییمه، اعلان وکړ چې ځواکونو یې له ۱۰۰ څخه زیات ایراني توغندي شنډ کړي دي، او د دغه هېواد حکومت په سیمه کې د ایران دوامداره یرغل غندلی دی.

د قطر د دفاع وزارت اعلان وکړ چې ۲۴ ایراني ډرونونه یې هم ویشتلې دي.

قطر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په یوه پیغام کې، وویل چې د ایران لخوا د امریکا او اسرائیل د بریدونو په ځواب کې د سیمې په هیوادونو بریدونه "د تاوتریخوالي د نه منلو وړ زیاتوالی" دی.

متحده عربي اماراتو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دفاع وزارت یې چمتو دی چې د ایران د بریدونو په وړاندې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي.

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې ځواکونو یې د شخړې له پیل راهیسې ۷۵۵ ایراني ډرونونه شنډ کړي او ۱۷۲ بالستیک توغندي یې ویجاړ کړي دي.

د متحده عربي اماراتو حکومت اعلان وکړ چې د ایران په بریدونو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

قطر، بحرین او اردن د دوو کویټي سرتیرو د وژنې په غبرګون کې له کویت سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د برتانیا صدراعظم کییر سټارمر د سې شنبې په ورځ وویل چې د هغه د هیواد پوځ به قبرس ته د هوايي دفاع په موخه یوه ویجاړونکې بېړۍ او هليکوپترې واستوي چې د ډرونونو سره د مقابلې وړتیا لري.

دا اقدام د یکشنبې په ورځ ناوخته په قبرس کې د برتانیا په یوې هوايي اډې باندې د ایران لخوا د جوړ شوي ډرون برید په ځواب کې شوی، چې یوه هوايي اډه یې زیانمنه کړیده.

سټارمر د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "بریتانیا د قبرس او هلته میشتو برتانوي پوځي پرسونل امنیت ته په بشپړ ډول ژمن دی."

د قبرس د حکومت یوه ویاند د سې شنبې په ورځ وختي ویلي و چې فرانسه یوه جنګي بېړۍ، او همدارنګه د توغندیو ضد او ډرون ضد سیسټمونه لیږي.

یونان مخکې د ډرون برید ته د قبرس د دفاع لپاره د یوې جنګي بېړۍ او څو جنګي جټ الوتکو په لیږلو سره ځواب ورکړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG