په ترکیې کې د امریکا قونسلګرۍ خپلو کارکونکو ته د وتلو امر کړی

امریکايي مقامات وايي چې په بهر کې له ۱۹ زرو څخه زیاتو امریکایانو سره مستقیمه مرسته کړې او هغوی ته مو امنیتي لارښوونې او د سفر اسانتیاوې برابرې کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د مارچ نهمه) امر وکړ چې د امریکا د حکومت غیرضروري کارکوونکي او د هغوی کورنۍ دې د ترکیې په جنوب کې د دغه هېوا په لوی ښار ادانا کې د امریکا له قونسلګرۍ څخه ووځي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې ایران د ترکیې پر لور یو نوی بالستیک توغندی وتوغاوه. دا د ایران په ضد د امریکا او اسرائیل د ګډو عملیاتو له پیل راهېسې دویم برید دی چې کیږي.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، هغه بالستیک توغندی چې د دوشنبې په ورځ له ایران څخه وتوغول شو او د ترکیې پر لور روان و، د غازیانتیپ ښار د شاهینبې ولسوالۍ په فضا کې د ناټو د هوايي او د توغندیو ضد د دفاعي سیستمونو له خوا پر وخت شنډ او له منځه یوړل شو. د پېښې په اړه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا نوې پرېکړه «د ډېر احتیاط له مخې» شوې ده. همدارنګه د ترکیې د جنوب ختیځې سیمې لپاره د خطر کچه څلورمې درجې ته لوړه شوې او امریکایي وګړو ته سپارښتنه شوې چې دغه هېواد ته سفر ونه کړي.

د ترکیې لپاره دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې امریکا په سعودي عربستان کې هم د امنیتي اندېښنو له امله د امریکا د حکومت غیرضروري کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته ورته سپارښتنه وکړه. د امریکا سفارت او قونسلګریو په سعودي عربستان کې تېره اوونۍ اعلان وکړ چې تر بلې خبرتیا پورې ټول عادي قونسلي خدمات ځنډول شوي دي.

سعودي عربستان د یکشنبې په ورځ د ایران د بریدونو له امله د لمړنۍ مرګ ژوبلې خبر ورکړ. دا وروسته له هغه وشول چې یو (توغندی) پر یوه استوګنځای ولګېده او د الخرج په ولایت کې یې دوه کسان ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړل. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ایران ته خبرداری ورکړ چې د بریدونو دوام به د دواړو هېوادونو پر اړیکو “د پام وړ اغېزې” ولري.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت وویل " د سعودي سلطنت دا هم ټینګار کوي چې زموږ د هېوادونو په وړاندې د ایران اوسني اقدامات منطقي ندي او نه هم د تاوتریخوالي د زیاتوالي مخه نیسي، چې په کې ایران به تر ټولو لوی بایلونکی وي."

بلخوا امریکایی سناتور لېنډسي ګراهام د هغه اقدام په غبرګون کې چې له سیمې څخه د غیرضروري کارکوونکو د ایستلو لپاره شوی، پر سعودي عربستان نیوکه وکړه چې د ایران پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه نه اخلي.

هغه د اېکس په ټولنیزې رسنۍ کې په یوه پوست کې لیکلي: «زما معلومات دا دي چې د سعودي سلطنت نه غواړي خپل پیاوړی پوځ د هغو هڅو برخه کړي چې موخه یې د ایران د ظالم او ترهګر رژیم پای ته رسول دي، هغه رژیم چې سیمه یې ترهګرۍ سره مخ کړې او اوه امریکایان یې وژلي دي.»

سناتور ګراهام زیاته کړې:

«امریکایان وژل کېږي او امریکا میلیاردونه ډالر لګوي څو د ایران ترهګر رژیم له منځه یوسي، هغه رژیم چې سیمه ګواښي. خو سعودي عربستان داسې ښکاري چې یوازې اعلامیې خپروي او تر شا یې ځینې کارونه کوي چې لږه مرسته کوي، خو د ایران د ترهګرۍ د پای ته رسولو لپاره په پوځي عملیاتو کې د ګډون اراده نه لري.»

په داسې حال کې چې له سیمې څخه د امریکايي وګړو ایستل دوام لري، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ډیلن جانسن په یوه بیان کې وویل چې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې له ۳۲ زرو څخه زیات امریکايي وګړي له منځني ختیځ څخه په خوندي ډول بېرته امریکا ته ستانه شوي دي.

هغه په یو بیان کې وویل چې په دې شمېرو کې هغه امریکایان نه دي شامل چې نورو هېوادونو ته تللي دي یا له منځني ختیځ څخه وتلي خو لا هم امریکا ته د ستنېدو په لاره کې دي.

د دې وزارت د راپور له مخې چې په سیمه کې سوداګریزې الوتنې مخ په ښه کیدو دي. او د دوی چارټر الوتنې او ځمکنۍ لېږد عملیات «د امنیتي شرایطو له مخې لا هم په پرتخیدو دی ».

جانسن وویل: «د بهرنیو چارو وزارت نږدې شل چارټر الوتنې ترسره کړې دي او زرګونه امریکایان یې له سیمې څخه په خوندي ډول ایستلي دي».

هغه زیاته کړه: «د حکومت د ۲۴ ساعته فعال عملیاتي قطعې له لارې موږ له ۱۹ زرو څخه زیاتو امریکایانو سره چې بهر دي مستقیمه مرسته کړې، هغوی ته مو د امنیت لارښوونې او د سفر اسانتیاوې برابرې کړې دي.»

نوموړي وویل چې له نیمایي څخه ډېر امریکايي وګړي چې د وتلو لپاره یې مرسته غوښتې وه، کله چې ورسره اړیکه ونیول شوه نو د امریکا د حکومت له خوا وړاندیز شوې د لېږد اسانتیاوې یې رد کړې.

هغه وویل: «ځینې امریکايي وګړي غواړي په هماغه هېواد کې پاتې شي، او نور بیا د وتلو بدیلې لارې غوره بولي.»