د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران موضوع د دغه هېواد په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوريغوښتونکي ګوند د نه بریالیتوب یو لامل و.
ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل: «فکر کوم یوه برخه یې له ایران سره تړاو درلوده.» خو زیاته یې کړه چې په عین وخت کې خلکو د هغو اقداماتو اهمیت هم درک کړی چې ده د ایران پر وړاندې کړي دي. نوموړي په دې مرکه کې یو ځل بیا ایران «د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد» او «د ترهګرۍ تر ټولو لوی دولتي ملاتړی» وباله او ټینګار یې وکړ چې ایران ته باید د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.
په همدې حال کې، ټرمپ له سيبياېس شبکې سره په خبرو کې ویلي چې له ایران سره جګړه به د ده پر شرایطو پای ته ورسېږي. د هغه په وینا، جګړه به «هغه وخت پای ته ورسېږي چې زه ووایم پای ته دې ورسېږي.»
امریکايي پوځیانو د دوشنبې په شپه، د نومبر په دویمه، د ایران په قشم ټاپو کې پر ځینو اهدافو بریدونه وکړل چې واشنګټن «دفاعي» بللي دي.
ټرمپ له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په یوې بلې مرکې کې پر ایران د بریدونو د بیا پیل لپاره د واشنګټن پر چمتووالي ټینګار وکړ.
د ایران د پارلمان مشر او د دغه هېواد لوړپوړي مذاکرهکوونکي محمدباقر قالیباف بیا د امریکا د منځمهالو ټاکنو پایلو ته په غبرګون کې پر اېکس لیکلي: «امریکایانو جګړې ته نه وویل او موږ یې ملاتړ کوو.»
ولسمشر ټرمپ په وار وار ټینګار کړی چې د ایران مسئله به یا د یوه توافق له لارې او یا هم په پوځي اقدام له لارې حل شي.