د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د سې شنبې په ورځ د جون په ۳ مه (جوزا ۱۳) په یوه خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه د امریکا وړاندیز ونه مني نو له جدي پایلو سره به مخ شي.
لیویټ وویل: "د منځني ختیځ د چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکاف د ایران رژیم ته یو مفصل او د منلو وړ وړاندیز استولی. ولسمشر [ډونالډ ټرمپ] هیله لري چې دوی [ایران] به یې ومني، او که دوی ونه مني، لکه څنګه چې ولسمشر [ټرمپ] پخپله روښانه کړې، دوی [ایران] به له جدي پایلو سره مخ شي."
د سپینې ماڼۍ ویاندې، د ځینو راپورونو او اټکلونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایران ته د یورانیمو د ټیټې کچې د غني کولو د "اجازه" ورکولو د پلان په اړه وویل: "موږ د رسنیو له لارې مذاکره نه کوو. دا چلند د ځانګړي استازي ښاغلي ویټکاف په مشرۍ د خبرو اترو بهیر ته درناوی نه کوي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټمي بروس هم د ایران سره د اټومي تړون په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "مثبت لید" په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "ټرمپ هیڅ داسې لاره نه خپلوي ترڅو چې هغه په ریښتیا باور ونلري چې هغه یې ترلاسه کولی شي. زه فکر کوم چې دا باور تر ډیره حده د هغه د خوشبینانه لید څخه سرچینه اخلي."
ټرمپ مخکې ویلي وو چې تهران ته به د ایران سره د اټومي تړون کې د یورانیمو غني کولو اجازه ورنکړل شي. د دوشنبې په ماښام، د جون په دویمه، هغه د ټولنیزې شبکې تروث سوشل کې په یوه پیغام کې د امریکا پخوانۍ حکومت ته په اشارې ولیکل: "د لاسلیک ماشین باید ډیر وخت دمخه ایران بند کړی وای. د احتمالي تړون له مخې، موږ به د یورانیمو غني کولو ته اجازه ورنکړو."
سره له دې چې امریکایي چارواکي د ایران د یورانیمو د غني کولو د پروګرام په بشپړ بندولو ټینګار کوي، ایراني چارواکو ویلي چې د ایران د یورانیمو د غني کولو "سوله ییز" پروګرام به "د موافقې سره یا پرته" دوام وکړي.
د ټرمپ له ټینګار وروسته، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل: "امریکا موږ ته وایي چې د یورانیمو د غني کولو حق نلرئ، خو په هیڅ آزاد کس دا ډول غیرعادلانه بار نه شي اچولی."
له بلې خوا، د امریکا په سنا کې د ډیموکراټ ګوند د اقلیت مشر چک شومر، د واشنګټن او تهران ترمنځ په روانو خبرو اترو کې د ایران پر وړاندې د سخت دریځ د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.
شومر وویل: "له ایران سره هر ډول خبرې اترې باید په شفاف او ښکاره ډول ترسره شي، زموږ د ټولو امکاناتو په بشپړ کار واخیستل شي، او باید یوازې د اټومي مسلو پورې محدود نه وي، بلکې په سیمه کې د ترهګرۍ لپاره د ایران د ملاتړ او د دوي د نیابتي ډلو په څیر مسلې هم پکې شاملې وي."
په ورته وخت کې، رویټرز راپور ورکړ چې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې مفتشانو د ایران د اټومي پروګرام د مهمو او حساسو برخو بشپړ لاسرسی او مؤثره څارنه له لاسه ورکړې ده.
د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د رسمي ارزونو له مخې، دا سازمان د تهران د اټومي فعالیتونو د دقیقې ارزونې لپاره اړینو مهمو معلوماتو ته لاس رسی نلري.