د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ افغانستان څانګې ته لیکلي دي چې طالبان اوس یوه مشخصه نړیواله ترهګره ډله پېژندل کېږي او د طالبانو حکومت د «ناعادلانه نیونو ملاتړی دولت» دی.
وزارت په کابل کې د متحدو ایالتونو د سفارت د بیا پرانیستلو او په افغانستان کې د پانګوونې په اړه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیر غوښتنې ته په غبرګون کې لیکلي چې طالبانو د خپلو اعمالو له لارې څرګنده کړې چې د سیمې د سولې او ثبات په ساتلو کې رغنده رول لوبولو ته لېوال نه دي.
امیر خان متقي له نیویارک ټایمز سره په مرکې کې ویلي چې طالبان د «متقابل درناوي» او «مثبت تعامل» په اساس له واشنګټن سره اړیکیغواړي او په خبره یې متحده ایالتونه کولای شي په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او په دغه هېواد کې پانګوونې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: «اجازه به ورنه کړو چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پېسې د طالبان د رټل شويو اعمالو ملا وتړي.»
دغه وزارت ویلي دي: «متحده ایالات طالبان یا کوم بل بنسټ د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پيژندلی نه دی. متحده ایالتونه به له طالبانو سره هغه وخت-او یوازې هغه وخت- خبرې وکړي چې د امریکا خلکو په ګټه وي.»
طالبان داسې مهال له متحدو ایالتونو سره د دیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه کوي، چې حکومت یې له روسیې پرته بل هېواد په رسمیت نه پېژني، طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه نېټه بیا په افغانستان کې واکمن شول.
دغه وزارت ویلي: «دا د متحدو ایالتونو او نړۍ په ګټه ده چې یو داسې افغانستان وویني چې بیا هیڅکله ترهګرو ته پناه ورنه کړي، خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي او د ورانکارۍ پر ځای، د سیمې په ثبات کې خپله خالصه ونډه ولري.»
د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د مخکني ولسمشر جوبایډن د حکومت د وتلو په څرنګوالي انتقاد کړی او لیکلي یې دي: «د بایډن حکومت په مهال له افغانستان څخه له ګډوډو وتلو راهیسې، طالبان په دوامداره توګه د هغه هیواد د ثبات په ښه کولو کې ناکام دي.»
دغه وزارت د طالبانو چلند ته په کتو ویلي دي: «هغوی د دوحې د تړون په اساس، د ترهګرۍ سره په مبارزې کې د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي او د افراطي فرمانونو په صادرولو سره یې د نړۍ ځینې خورا ظالمانه شرایط رامنځ ته کړي دي، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو لپاره.»
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې «تعامل باید د اصولو په اساس وي، نه د دوه ګونو معیارونو په اساس.»
بل لوري ته، په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت د پنځمې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نړۍ له هېوادونو څخه غوښتي دي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د پام ړړ پرمختګ څخه پرته دې، د طالبانو له حکومت سره اړیکې عادي نه کړي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار او تحلیل ملاتړې ډلې د القاعده او داعش د فعالیتونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي دي چې طالبان نه دي توانېدلي په افغانستان کې ترهګریز ګواښونه کنترول کړي.
تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو، داعش د خراسان څانګې او القاعده د موجودیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه، خو طالبان وايي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته او چاته اجازه نه ورکوي، چې له دې خاورې څخه دنورو په ضد کار واخلي.