د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته په یوه ځانګړې ځواب کې ویلي چې متحده ایالات طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت ندي پيژندلي او له دې ډلې سره به یوازې هغه وخت تعامل وکړي چې د امریکا د خلکو په ګټه وي.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنیدو د پنځمې کلیزې سره یوخت، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ ته په یوه برېښنالیک کې لیکلي: "متحده ایالات طالبان یا کوم بل بنسټ د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پيژندلی ندی. متحده ایالات به له طالبانو سره هغه وخت — او یوازې هغه وخت — خبرې اترې وکړي چې د امریکا خلکو په ګټه وي."
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول، له هغې وروسته یاد هېواد له ګڼو بحرانونو، په ځانګړې توګه له بشري، اقتصادي او روغتیايي بحرانونو سره مخ شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې بریښنالیک کې لیکلي: "طالبانو د خپلو کړنو له لارې دا روښانه کړې چې دوی په سیمه کې د سولې او ثبات په ساتلو کې د رغنده رول لوبولو ته لېواله نه دي."
دې وزارت ویلي: "دا د متحده ایالاتو او نړۍ په ګټه ده چې یو داسې افغانستان وویني چې بیا هیڅکله ترهګرو ته پناه ورنکړي، خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي او د ورانکارۍ پر ځای، د سیمه ییز ثبات لپاره خپله خالصه ونډه ولري."
د ملګرو ملتونو سازمان پر بندیزونو د حمایتي تحلیل او څارنې ټیم په خپل تازه راپور کې د القاعده او داعش د فعالیتونو په اړه امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان، د اسلامي دولت خراسان څانګې او القاعده د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ادارې مشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکساندر زوېف، ویلي دي چې په افغانستان کې د القاعده د فعالیتونو د کمېدو سره سره، دې ډلې له طالب چارواکو سره خپلې پېچلی اړیکې ساتلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن حکومت لخوا له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو پر مدیریت نیوکه کړې ده. دغه وزارت لیکلي: "د بایډن ادارې لاندې له افغانستان څخه د ګډوډ وتلو وروسته، طالبان په پرله پسې توګه د هېواد د ثبات په ښه کولو کې پاتې راغلي دي."
فورم \ دبحث خونه