د ولسمشر ټرمپ ادارې هغو غیر قانوني مهاجرو ماشومانو ته تعلیمي پروگرامونه ځنډولې دي چې د امریکا حکومت یې سرپرستي کوي.
حکومت وایي چې کومه اداره چې دغه ماشومان ساتي (چې د مورپلار نه پرته امریکا ته په غیر قانوني توگه داخل شوي وي)، د تعلیمي اخراجاتو له کبله د سختو مشکلاتو سره مخامخ ده.
د مهاجرو ماشومانو د ساتنې ادارې چې 'د مهاجرو د بیا پر ځای کولو دفتر' نومیږي د کانگرس نه ٢.٢ ملیارده ډالرې غوښتي دي چې د ماشومانو د سرپناه ساحه پراخه کړي. حکومت بیا د دغې ادارې نه غوښتي دي چې هغه خدمات دې وځنډوي چې د ماشومانو په ژوند او خوندیتوب اثر نه کوي.
د سرحد ساتونکي وایي چې د می په میاشت کې ١١،٥٠٧ ماشومان چې میاندې پلرونه او یا قانوني سرپرست ورسره نه و، امریکا ته داخل شویدی چې دغه کچه د تیر کال په پرتله ٨٠٪ زیاته ده.
امریکا ته د داخلیدو وروسته دغو مهاجرو ماشومانو ته د انگلیسۍ ژبې تعلیم ورکول کیږي او ځینې سپورټي پروگرامونه هم لري.
د ولسمشر ټرمپ اداره د امریکا په جنوبي سرحد د غیرقانوني مهاجرینو د ودرولو په اړه په کانگرس کې په مختلفو تگلارو غږیدلي دي او حتی ټرمپ د دیوال جوړول هم د دغې مسلې حل بللی دی.