د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ویزې مقررات نور هم سخت شول


د امریکا ویزه

د امریکا متحده ایالاتو ته د راتگ د ویزو مقررات نور هم سخت شوي او درخواست کوونکي باید خپل زیات معلومات د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره شریک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوس د امریکا د ویزې له ټولو درخواست کوونکو غواړي چې د خپل هویت په اړه د معلوماتو تر څنگ د خپلې ټولنیزې رسنۍ، ایمیل او تیلیفون معلومات هم د ویزې په غوښتنلیک کې ولیکي.

دغه نوي مقررات امریکا ته د مهاجرت او غیر مهاجرت د ټولو ویزو د اخیستلو لپاره اړین دي. دا مقررات د ویزو له درخواست کوونکو څخه غواړي چې د خپلې ټولنیزې رسنۍ نوم، د ایمیل ادرس او د تیلیفون نمرې چې په تیرو پنځو کلونو کې یې استعمال کړي په غوښتنلیک کې ولیکي.

امریکایي چارواکي وایي دغه مقررات به په نژدې ١٥ میلیونه بهرنیانو اثر وکړي. یواځې د دپلوماتیکو او رسمي ویزو اخیستل له دغو نویو مقرراتو څخه مستثنی دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ویزې له درخواست کوونکو همداشان غوښتل کیږي چې د خپلې کورنۍ د هغو غړو په اړه معلومات شریک کړي چې په ترهگریزو فعالیتونو کې ښکیل شوي.

دغه نوي مقررات لومړی ځل د ٢٠١٨ کال د مارچ په میاشت کې وړاندیز شوي وو او اوس پلي کیږي.

XS
SM
MD
LG