د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ یو ځلې بیا د مکسیکو سره د سرحد د بندولو خبرداری ورکړ


دا لمړی ځل نه دي چې ټرمپ د مکسیکو سره د سرحد د تړلو خبرداری ورکوي
دا لمړی ځل نه دي چې ټرمپ د مکسیکو سره د سرحد د تړلو خبرداری ورکوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځلې بیا د مکسیکو سره د سرحد د بندولو خبرداری وړکړیدی.

ټرمپ دی ځل له د کانگرس نه غوښتي دي چې د مهاجرت او امنیت په برخه کې د موجودې خلا د پوره کولو په اړه دې جدي اقدامات وکړي. هغه وویل چې ملک یې د ملي بیړنی حالت سره مخامخ دی.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر د کانگرس د غړیو نه دې مسلې ته د ژر پام غوښتنه وکړه. هغه ولیکل:

"کانگرس دی متحد شي او ژر تر ژره دې په سرحد د امنیت په برخې کې خلاوې راکمې کړي. که اقدامات و نه شول نو د سرحد یوه لویه برخه به وتړل شي. دا ملي بیړنی حالت دی."

دا لمړی ځل نه دي چې ولسمشر ټرمپ د مهاجرو د مخنیوي لپاره د مکسیکو سره د سرحد د تړلو خبرداری ورکوي. هغه د جمعې په ورځ هم ویلي و چې که د مکسیکو حکومت د غیرقانوني مهاجرو د ودرولو لپاره گامونه پورته نکړل نو هغه به سرحد وتړي.

د ولسمشر ټرمپ دغه اعلان ته تاجران او نورو سخت غبرگونونه وښودل. هغوي وایي چې د سرحد تړل به په قانوني تگ راتگ خراب اثر وکړي. د امریکا د تاجرانو د ډلې مشران وایي چې هغوي به د سپینې ماڼۍ سره په دی موضوع خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG