متحدو ایالتونو د چین، اروپايي ټولنې او جنوبي کوریا په ګډون د خپلو ۱۶ نړیوالو سوداګریزو شریکانو، په اړه پلټنې پیل کړې دي.
د امریکا د سوداګرۍ د استازي دفتر ویلي چې دا څېړنې ارزوي چې ایا د امریکا سوداګریز شریکان د خپلو هېوادونو د مصرفوونکو له اړتیاو څخه زیات توکي تولیدوي که نه.
د ټرمپ حکومت استدلال کوي چې دا ډول زیات تولید د امریکا تولیدوونکو ته زیان رسوي، ځکه بازارونه د ارزانو توکو څخه ډکوي او په امریکا کې د نوي تولیدي پانګونې مخه نیسي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د سوداګرۍ استازي جیمیسن ګرېر په یو بیان کې وویل چې دا پلټنې د دې ژمنې څرګندونه کوي چې “مهم اکمالاتي ځنځیر بېرته امریکا ته راوګرځول شي او د تولید په سکتورونو کې امریکايي کارګرانو ته ښه معاش لرونکي دندې رامنځته شي.”
هغه سکتورونه چې د دې پلټنو په لړ کې یاد شوي دي، موټر جوړونه، بیټرۍ، سیميکنډکټرونه، او فولاد دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکون د پنجشنبې په ورځ (د مارچ دولسمه) یوې خبري غونډې ته وویل: «د تعرفو او سوداګریزو شخړو څخه هېڅ لوری ګټه نه اخلي. دواړه خواوې باید اړوند مسایل د برابري، درناوي او متقابلې ګټې پر بنسټ د سلا مشورو له لارې حل کړي.»
د امریکا د سوداګرۍ استازي ګرېر وویل چې حکومت پلان لري نورې سوداګریزې پلټنې هم پیل کړي، چې پکې د هغو توکو پر وړاندې احتمالي اقدامات هم شامل دي چې د جبري کار تولید وي.
دا اقدامات وروسته له هغې کېږي چې تېره میاشت د امریکا سترې محکمې د ټرمپ ادارې هغه تعرفې باطلې کړې چې د نړیوالو بېړنیو اقتصادي صلاحیتونو د قانون له مخې لګول شوې وې.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د دغو تعرفو لپاره به بدیلې لارې ولټوي.