اوکرایني چارواکو د پنجشنبې په ورځ (اګست ۲۷) وویل چې د روسیې د تیرې شپې د توغندیو او ډرونونو په بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
چارواکو وویل چې د پایتخت کیف په ګډون نهه ښارونه په نښه شوي دي. په خارکیف، زاپوریژیا، خېرسون او سومي کې د مرګ ژوبلې اوښتلو راپورونه ورکړل شوي دي.
د اوکراین هوايي ځواکونو ویلي چې دوی اووه بالستیک توغندي، یو د بېړۍ ضد کروز توغندی او نږدې ۹۰ سلنه توغول شوې ډرون الوتکې نسکورې کړې دي.
د اودیسا جنوبي بندري ښار هم تر اوو ساعتونو زیات تر بریدونو لاندې و. د سیمې د ادارې مشر اولیه کیپر ویلي چې یوه ۱۶ پوړیزه استوګنیزه ودانۍ، دوه تعلیمي بنسټونه او د غلو دانو یو لوی ګودام زیانمن شوي او درې کسان ټپیان شوي دي.
په کیف کې چارواکو ویلي چې یو ښوونځي او یو روغتیايي مرکز ته زیان رسیدلی او دوه کسان پکې ټپیان شوي دي.
د امریکا غږ د دغو وروستیو بریدونو په اړه د سپینې ماڼۍ د نظر غوښتنه کړې ده.
دا بریدونه څو ورځې وروسته له هغې شوي چې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) مشر جان راټکلیف د روانې اوونۍ په پیل کې له روسي استخباراتي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته سفر کړی و.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې ورځې د دغې لیدنې په اړه وویل چې متحده ایالات د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره «ډېر سخت کار» کوي.
بلې خوا ته، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې دوی په نهو ښارونو کې د پوځ اړوند اهدافو پر ضد «پراخ» بریدونه ترسره کړي، چې پکې د اوسپنې فابریکې، د تیلو تصفیه خانه، لوژستیکي مرکزونه او درې بندرونه شامل وو.
د اوکراین لوی درستیز ویلي چې د دوی ځواکونو د دونیڅک سیمې ته نږدې د روسیې د قوماندې پر مرکزونو بریدونه کړي دي. د روسیې دفاع وزارت بیا ویلي چې د دوی هوايي دفاعي ځواکونو ۲۶۷ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي. اوزون، چې د روسیې دویم لوی انلاین پرچون پلورونکی شرکت دی، ویلي چې په اوفا ښار کې یې یو لوژستیکي مرکز تر برید لاندې راغلی دی.