والټز: امریکا به اجازه ور نه کړي چې ایران نړۍ په خپلو توغندیو او اټومي پروګرام سره یرغمله کړي

مایک والټز، د ملګرو ملتونو دپاره د امریکا سفیر

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا سفیر مایک والټز د پنجشنبې په ورځ د (مارچ دولسمه) وویل چې متحده ایالتونه به هڅو ته دوام ورکړي چې ډاډ ترلاسه کړي ایران د خپلو توغندیو، بې‌پیلوټه الوتکو او اټومي پروګرام له لارې نړۍ یرغمله نه کړي.

والټز وویل ایران لا هم «سرغړوونکی دریځ» لري او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته یې د خپلو « ډېرو بډایه شويو یورانیمو د زېرمو» او یا هم د هغو کمو بډایه شویو یورانیمو په اړه تازه معلومات یا لاسرسی نه دی ورکړی چې مخکې اعلان شوي وو او د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې د امریکا د پوځي بریدونو له امله اغېزمنو شویو تاسیساتو کې ساتل کېدل.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر د امریکا او اسرائیل د ګډو عملیاتو له پیل وروسته د ایران د «بې توپیره» بریدونو په اړه وویل چې ایران لا هم له بندیزونو څخه ځان خلاصوي، په سیمه کې پر ملکي وګړو بالستیک توغندي او ډرونونه توغوي، په خلیج کې پر ملکي کښتیو بریدونه کوي او د هرمز تنګي کې ګډوډي رامنځته کوي.

والټز دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وکړې. امریکا چې د مارچ په میاشت کې د دغې شورا مشري کوي، وړاندیز وکړ چې د «وسلو د نه خپرېدو» تر اجنډا لاندې د ایران د بندیزونو د کمېټې غونډه راوبلل شي.

چین او روسیې د دې اجنډا او د کمېټې له کار سره مخالفت وکړ. دغه کمېټه باید هر ۹۰ ورځې وروسته د امنیت شورا ته د خپلو فعالیتونو راپور ورکړي. دواړو هېوادونو دا هم وویل چې د ایران پر ضد د « ماشې میکانیرم» په نوم بندیزونه تېر کال د اکتوبر په میاشت کې پای ته رسېدلي.

بریتانیا، فرانسه او جرمني چې د «E3» په نوم پېژندل کېږي، تېر کال وروسته له هغه د ماشې میکانیزم بندیزونه بېرته ولګول چې د امنیت شورا هغه پرېکړه رد کړه چې د ایران د بندیزونو د نرمښت دوام یې غوښت. دغو هېوادونو وویل چې ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون (JCPOA) له ژمنو څخه په «جدي ډول سرغړونه» کړې ده.

والټز وویل د تېر کال د سپټمبر په میاشت کې د ماشې میکانیزم بندیزونو له بیا لګېدو وروسته باید د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه د ایران پر وړاندې د وسلو بندیز پلی کړي، د توغندیو ټکنالوژۍ لېږد او سوداګري بنده کړي او اړوند مالي شتمنۍ کنګل کړي.

هغه روسیه او چین تورن کړل چې له ایران سره یې «دوامداره پوځي سوداګریزې اړیکې» ساتلې دي.
د والټز په وینا، روسیې لا د ۲۰۲۲ کال راهیسې د ایران ډرونونه پېرلي چې دا د ملګرو ملتونو د ۲۲۳۱ پرېکړه‌لیک سرغړونه ده. دغه پرېکړه‌لیک د ایران د اټومي او دودیزو وسلو فعالیتونو باندې د وخت محدودیتونه لګولي وو.

هغه همداراز وویل چې روسیې له ایران څخه لنډ واټن بالستیک توغندي ترلاسه کړي او د روان کال په پیل کې یې ایران ته بریدګر هیلیکوپټرونه ورکړي، چې دا د ۱۹۲۹ پرېکړه‌لیک سرغړونه ده، هغه پرېکړه‌لیک چې د ایران د اټومي پروګرام پر ضد نور سخت بندیزونه لګوي.

والټز وویل: «په همدې اساس، متحده ایالتونه به هڅو ته دوام ورکړي چې ډاډ ترلاسه کړي ایران نور د خپلو توغندیو، ډرونونو او په حتمي توګه د اټومي پروګرام له لارې نړۍ یرغمله نه شي ساتلی.»

د ملګرو ملتونو لپاره د بریتانیا سرپرست استازي جېمز کاریوکي چې د امریکا د دریځ ملاتړ یې کاوه، ایران تورن کړ چې د نړیوالو اندېښنو د حل لپاره په رښتینې نیت عمل نه کوي.

هغه وویل: « د نن ورځې کړکېچ د اټومي او توغندیو د دوسیو په اړه د ایران د چلند شدت څرګندوي. زموږ دریځ روښانه دی. زموږ دریځ روښانه دی. موږ به هغه کړنې له پامه ونه غورځوو چې نړیوال امنیت او د اټومي وسلو د نه خپرېدو نړیوال نظام کمزوری کوي.»

کاریوکي زیاته کړه: «د ایران بې‌پروايي او پرله‌پسې د بالستیک توغندیو کارونه، حتی د خپلو ګاونډیانو پر ضد بې له کوم تحریک څخه، سیمه‌ییزه ناامني زیاته کړې او د ملکي وګړو لپاره یې خطر لوړ کړی دی.»

کاریوکي وویل چې د ۴۰۰ کیلوګرامو څخه زیات د لوړ غني شوي یورانیم لپاره هیڅ معتبر ملکي توجیه نشته چې باور وشي په ایران کې په کوم ځای کې ښخ شوي دي.