د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ ۱۴مه تایید کړه چې د ۷۵ هیوادونو د اتباعو لپاره به د مهاجرت ویزو ورکول وځنډوي، چې په دې کې به هغه هیوادونه شامل وي چې اتباع یې ښایي په امریکا کې حکومتي مرستو ته اړتیا ولري.
دا لارښود، چې لومړی د فاکس نیوز لخوا یي راپور ورکړ شو، د قونسلګرۍ مامورینو ته لارښوونه کوي چې د نومبر د اجرایوي فرمان سره سم د مهاجرت د ویزې غوښتنلیکونه وځنډوي.
دې حکم د احتمالي مهاجرو په اړه مقررات سخت کړل چې ممکن "په حکومت باندې د مرستې دپاره بوج" شي. د دې حکم عملي کیدل به د جنورۍ په ۲۱ مه پیل شي.
د بهرنیو چارو وزارت په رسمي اعلامیه کې د ځانګړو هیوادونو نومونه نه دي اخیستل شوي، خو ویلي یې دي چې دا وقفه د طرزالعملونو د بیا ارزونې او امریکا ته د هغو بهرنیو اتباعو د ننوتلو د مخنیوي لپاره اړینه وه چې "د نه منلو وړ مرستو د اخیستو سره د امریکایی خلکو هوساینه خرابوي."
د رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې، ایران، سومالیا، افغانستان، برازیل او مصر او نورو هیوادونو د اتباعو لپاره د مهاجرت ویزې ځنډول شوي دي. دا تعلیق د غیر مهاجرت ویزو لکه لنډمهاله سیاحتي (B1/B2) ویزو یا سوداګریزو مسافرو لپاره نه پلي کیږي.
دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې حکومت د څه باندې ۱۰۰ زره کسانو ویزې لغوه کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د جنورۍ ۱۳مه د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په خپره شوې اعلامیې کې لیکلي چې د شاوخوا ۸۰۰۰ زده کونکو ویزې او ۲۵۰۰ د تخصصي کاري ویزې په ګډون د څه د باندې ۱۰۰ زره کسانو ویزې لغوه کړې.
د اوسني مهاجرت ویزې د ځنډولو لپاره مهال ویش نه دی اعلان شوی.
د بیان له مخې، دا ځنډ به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې متحده ایالتونه ډاډ ترلاسه کړي چې نوي کډوال د امریکا په خلکو مالي بار نه اچوي.