د امریکا متحدو ایالتونو د لویدیځې نیمې کرې پر هیوادونو غږ کړی چې خپلې پولې خوندي کړي او د ډله ییز مهاجرت له امله د خپلو اتباعو د بشري حقونو د سرغړونې مخه ونیسي.
دلیل یې دا دی چې د امریکا حکومت د سرحدونو کنټرول او د کډوالۍ سیسټم اصلاح د خپلې نوې خپرې شوې ملي امنیت ستراتیژۍ په سر کې اچولې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د ډسمبر ۳۰مه د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یو لړ پوسټونو کې لیکلي: "میلیونونه کډوال او د وژونکو مخدره توکو یوه څپه د ترهګرو سازمانونو لخوا د اداره کیدونکو نړیوالو لارو په مرسته د امریکا پولو ته راغلې دي."
"پراخ مهاجرتونه امریکاییان له خطر سره مخ کړي، د امریکایی کارګرانو اقتصادي امنیت یې ګواښلی او د امریکا د پناه غوښتنې په سیسټم یې فشار راوستی دی."
د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د پولې د خوندي کولو دمخه، ډله ییز مهاجرت او جنایي شبکې چې دا بهیر فعالوي په متحده ایالاتو کې ویجاړتیا رامینځته کړې وه.
د بهرنیو چارو وزارت وویل: "هغه ترهګریز سازمانونه چې د ډله ییزې کډوالۍ اسانتیاوې برابروي په منظم ډول د ماشومانو قاچاق، جبري کار، جنسي تیري، او نورو بشري حقونو سرغړونو کې ښکیل دي چې د لویدیځې نیمې کرې د هیوادونو اتباع ګواښي او د قانون حاکمیت کمزوری کوي."
ټرمپ د دسمبر په ۱۷مه د کال د پای په خپله وینا کې وویل چې د هغه حکومت ته "په نړۍ کې تر ټولو بد سرحد په میراث پاتې شو، او موږ دا په چټکۍ سره د خپل هیواد په تاریخ کې تر ټولو قوي سرحد باندې بدل کړی."
هغه وويل: "په بل عبارت، په څو لنډو مياشتو کې، موږ له بد څخه غوره ته لاړو. موږ مجرمين وشړل او خطر سره مخ خپلو ښارونو کې مو بېرته امنيت ټینګ کړ."
د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان وکړ چې د ټرمپ ادارې د کډوالۍ د اقداماتو په نتیجه کې، له یوه کال څخه په کمه موده کې څه باندې ۲.۵ میلیونه بې اسناده بهرني اتباع له امریکا څخه وتلي دي.
وزارت دا هم راپور ورکړی چې د سرحدي او د قانون د تنفیذ چارواکو څه باندې ۶۰۰ زره بې اسناده بهرني اتباع شړلي دي، پداسې حال کې چې نور ۱.۹ میلیون "په خپله خوښه" وتلي دي.
د کورني امنیت وزارت د دسمبر په ۲۷مه د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوسټ کې ولیکل: "دا هڅې په تیرو ۵۰ کلونو کې د خالص منفي مهاجرت لومړي کال ته لاره هواره کړې ده."
متحدو ایالتونو د سیمې په حکومتونو غږ کړی چې خپلې پولې خوندي کړي او خپل اتباع د ډله ایز مهاجرت له امله رامینځته شوي بشري حقونو له سرغړونو څخه خوندي کړي.
د ټرمپ ادارې ویلي چې دوی چمتو دي چې د نړیوال مهاجرت بحران د پای ته رسولو لپاره د لویدیځې نیمې کرې هیوادونو سره کار وکړي.
د ډله ییزې کډوالۍ او د مخدره توکو پورې د اړوندو ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه د ملي امنیت د نوې تګلارې "د بهرني سیاست د اصلي علایقو" په سر کې دي چې د دسمبر په څلورمه نیټه د ترمپ د حکومت لخوا خپره شوه.
په ستراتیژۍ کې راغلي دي: "موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې لویدیځ نیمه کره په مناسب ډول باثباته او ښه اداره شوې وي ترڅو متحدو ایالتونو ته د ډله ایزې کډوالۍ مخه ونیسي؛ موږ داسې نیمه کره غواړو چې حکومتونه یې له موږ سره د مخدره توکو د ترهګرو، کارټلونو او نورو نړیوالو جنایتکارو سازمانونو په وړاندې همکاري وکړي."
د امریکا حکومت د سې شنبې په ورځ د ډسمبر ۳۰مه په لویدیځه نیمه کره هیوادونو کې خپلو سفارتونو ته امر وکړ چې د ډله ییزې کډوالۍ له امله د بشري حقونو سرغړونو راپور ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ: "د امریکا سفارتونه به د ډله ییزې کډوالۍ له امله د رامنځته شویو جرایمو په اړه راپور ورکړي او د لویدیځې نیمه کرې په حکومتونو به غږ وکړي چې د بشري حقونو د دې سرغړونو په وړاندې مبارزه وکړي."
"سفارتونه به د حکومت هغه پالیسۍ تحلیل کړي چې ډله ییز مهاجرت ته اسانتیا برابروي یا مهاجرینو ته د خپلو اتباعو په پرتله غوره چلند کوي."
فورم \ دبحث خونه