د متحدو د مالیې وزیر سکاټ بسینټ د یکشنبې په ورځ اګست ۳۰مه د شمالي کارولینا ایالت اشوېل ښار ته ورسېد، څو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د شلو هېوادونو یا G20 د مالیې وزیرانو او مرکزي بانکونو د رئیسانو په غونډه کې ګډون وکړي.
د بسینټ ترڅنګ د امریکا د فدرال مرکزي بانک مشر کیون وارش هم دغه ښار ته تللی. دا غونډه داسې مهال کېږي چې په نړۍ کې د ټرمپ د حکومت د تعرفو د راتلونکو اقداماتو، له کاناډا سره د سوداګریزې شخړې او له ایران سره د جګړې له امله د انرژۍ د لوړو بیو په اړه اقتصادي اندېښنې زیاتې شوې دي.
بسینټ رویټرز ته ویلي چې د امریکا د مالیې وزارت ښايي د ایران د اقتصادي انزوا لپاره هره اوونۍ نوي بندیزونه اعلان کړي. نوموړي وویل، په لومړي پړاو کې به بانکونه په نښه شي.
هغه وویل: «تاسو به هره اوونۍ د دې ډول اقداماتو ډېر موارد ووینئ. له بانکونو به پیل وکړو او هغوی ته به ووایو چې د ایران د پیسو ساتل او له هغه حکومت سره مرسته کول د منلو وړ نه دي.»
بسینټ زیاته کړه چې د جمعې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې د بانک مصر پر څانګو له بندیزونو وروسته، بل ګام ښايي له ډالري مالي نظام څخه د یوه مالي بنسټ بشپړ ایستل وي.
د امریکا د مالیې وزیر وویل، غواړي د G20 د مالیې وزیرانو او مرکزي بانکونو رئیسانو ته روښانه پیغام ورکړي چې له ایران سره اقتصادي اړیکې پرې کړي، که نه نو د ثانوي بندیزونو سره به مخ شي.
بسینټ وویل: «هیڅ ډول درز نه شي پاتې کېدای. یا له موږ سره یاست، یا له ایرانیانو سره.»
هغه د هغو نیوکو په ځواب کې چې وايي د چینايي شرکتونو د په نښه کولو پرته د ایران پر ضد بندیزونه اغېزناک نه دي، وویل چې د ایران د تېلو ډېره برخه د امریکا له لوري د ایران د بندرونو د محاصرې له امله محدوده شوې او د ایراني تېلو ذخیره په ټانکرونو کې هم کمه شوې ده. بسینټ وویل: «ستونزه حل شوې ده.»
د امریکا د مالیې وزارت تېره اوونۍ د ایران د اقتصادي منزوي کولو لپاره د «اقتصادي محرومیت عملیات» په نوم کمپاین پیل کړ.
د دغه وزارت د مالي جرمونو د مبارزې شبکې د جمعې په ورځ د داسې مقررې وړاندیز وکړ چې له مخې به یې په متحده عربي اماراتو کې د بانک مصر څانګې د امریکا له مالي نظام څخه بېبرخې شي. د امریکا د مالیې وزارت دغه څانګې د ایران حکومت لپاره د امریکايي ډالرو د لاسرسي «مهمه کړۍ» بللې ده.
د متحده عربي اماراتو مرکزي بانک د شنبې په ورځ وویل چې د دغو څانګو د راکړو ورکړو په اړه یې ځانګړې او بېړنۍ څېړنه پیل کړې ده.
په همدې حال کې، ایراني چارواکو د تېلو د صادراتو د صفر کېدو، د هېواد د ادارې لپاره د کافي بهرنیو او کورنیو اسعارو د نشتوالي او پر بیو د سمندري محاصرې د اغېزو په اړه اندېښنې منلې دي.
د G20 دوه ورځنۍ غونډه به د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې د بسینټ لپاره د اقتصادي ډیپلوماسۍ یوه مهمه ازموینه هم وي، ځکه هغه هڅه کوي د نړۍ د سترو اقتصادونو ترمنځ اقتصادي نابرابرۍ او د امریکا د پورونو او د قرضو په اړه اندېښنې کمې کړي.