د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران د رژیم په ځینو نورو مالي بنسټونو هم بندیزونه ولګول

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (اګست۲۸) اعلان وکړ چې په ایران باندې د اقتصادي بندیزونو او فشارونو په لړ کې یې دا ځل یې په یو بل مالي او مهم بنسټ باندې هم بندیز ولګوه.

د وزارت ویاند ټامي پیګوټ په یو بیان کې ویلي دي: «نن متحده ایالتونه د ایران د ملي بانک د دوبۍ د څانګې په مدیر رضا محمد تایدي باندې بندیزونه لګوي. ملي بانک د ایران د اسلامي انقلابي ګارد، قدس ځواک، د دفاع وزارت او وسله وال لوژیستک په ګډون د ایران د وسله وال ځواک لپاره یو مهم حیاتي مرکز دی.»

په دغه بیان کې ویل شوي دي، چې «موږ همدغه راز په هانګ کانګ کې هم په یو شرکت باندې بندیز لګولی چې له مشخصو ایراني افرادو او بنسټونو سره یې مرسته کوله چې نړیوال مالي سیستم ته لاره» وکړي.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د مالي جرمونو د تنفیذ شبکې یوه لایحه وړاندې کړه چې د متحدو ایالتونو مالي بنسټونو ته د «متحدو عربو اماراتو د بانکي مصر» لاسرسی بندوي. د مالي وزارت د ارزونې په اساس امریکایي ډالرو ته د لاسرسي لپاره دا بنسټ د ایراني رژیم یو مهم ځای و.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په دغه بیان کې راغلي دي تر څو پورې چې ایران خپل ناوړه اعمال د خپلو خلکو په ضرورتونو لوړ ګڼي، په وړاندې به یې اقتصادي فشارونه سخت کېږي.

ویاند ټامي پیګوټ ویلي دي: «موږ به هغه افراد او بنسټونه، چې له ایران څخه د باندې ایراني بانکونه هم په کې شامل دي، په نښه کوو چې د ایران د رژیم په استازیتوب په ناقانونه مالي فعالیتونو کې دخېل دي.»

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG