امریکا یمن ته بندې شوې بشري مرستې بیا پیل کړې 

ملګري ملتونه وايي جګړې او قحطي یمن کې بشري ناورین زېږولی دی

د امریکا متحدو ایالتونو په یمن کې د حوثي یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو کې بېرته خپلې بشري مرستې پیل کړي.

ملګري ملتونه وايي چې جګړې او قحطۍ په یمن کې لوی بشري بحران جوړ کړی دی.

د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ ادارې د حوثي یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو ته بشري مرستې بندې کړې وې او ویلي یې وو چې یاغیان له دغو مرستو ګټه اخلي.

د امریکا متحدو ایالتونو له ۲۰۱۹راپدیخوا له یمن سره څه باندې ۱.۵میلیارد ډالر بشري مرستې کړي دي.

په همدې حال کې د ولسمشر بایډن یو ځانګړي سلاکار تم لیندرکینګ ویلي دي په داسې حال کې چې د یمن د جګړې ختمولو لپاره د سیمې په کچه دپلوماتیکې هڅې روانې دي، حوثي شیعه یاغیان په جګړې ډېر تمرکز کوي چې ډېرې سیمې ونیسي.

نوموړي وویل له بدغه مرغه چې حوثيانو د مرکزي ولایت مارب نیول خپل لومړیتوب ګرځولي چې د تعجب خبره ده.

هغه زیاتوي چې حوثي شیعه یاغیانو ته د اوربند وړاندیز شوی و او ترې غوښتل شوي وو چې مثبت ځواب ووايي.

د امریکا حکومت یوه میاشت مخکې اعلان وکړ چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف د پوځي عملیاتو ننګه نکوي. د بشري حقونو ځینې سازمانونه ایتلاف تورنوي چې په ملکي سیمو بمبارۍ کوي.

د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ حکومت د دغه ایتلاف ننګه کوله.

د حوثي یاغیانو د ایران په مرسته په ۲۰۱۴کې د یمن پېژندل شوی او رسمي حکومت لېرې کړ او مرکز صنعا یې ونیوله. له هماغې را وروسته د دغې ډلې په ضد د ایتلاف عملیات روان دي.

په یمن کې د روانو جګړو له کبله څه باندې ۱۰۰زره کسان وژل شوي او تر درې میلیون زیات نور خلک بېځایه شوي دي.