د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي عربستان په هوايي ډګرونو د ډرون برید شوی 


سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ وویل چې د حوثيانو په یو برید کې یوې ملکي الوتکې اور اخیستی و
سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ وویل چې د حوثيانو په یو برید کې یوې ملکي الوتکې اور اخیستی و

د سعودي په مشرۍ ایتلاف د دوشنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۷) اعلان وکړ یوه بې پیلوټه الوتکه یې چې له چاودېدونکو توکو ډکه وه او حوثي شیعه یاغیانو د سعودي عربستان په لور توغولې وه، خنثی کړې ده.

رویټرز وايي چې د حوثي یاغیانو ویاند یحی سریع په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دوی د سعودي عربستان د «ابها» او «جده» هوايي ډګرونه په بې پیلوټه الوتکو وېشتلي دي.

هغه همداشان وایي چې له برید وروسته دوه ساعتونه په دغو میدانونو کې کارونه او پروازونه درېدلي وو. خو سعودي عربستان د کارونو د ځنډولو خبره تائید کړې نه ده.

حوثي یاغیان چې ایران یې ننګه کوي وايي چې له نهو ورځو راهېسې تقریبآ هره ورځ پر سعودي عربستان برید کوي.

سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ وویل چې د حوثي یاغیانو په برید کې د «ابها» هوايي ډګر کې یوې ملکي الوتکې اور اخیستی و.

سعودي په یمن کې په نړیواله کچه د پېژندل شوي حکومت په ننګه د ایتلاف مشري او د حوثي شیعه یاغیانو په ضد پوځي عملیات کوي.

دا عملیات له ۲۰۱۵ راهېسې روان دی. د یمن په جګړو کې لسګونه زره کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

حوثي یاغیان د یمن مرکز او ځينې نورې برخې په خپل کنترول کې لري.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې امریکا حوثي شیعه یاغیان د ترهګرو له لست څخه وویستل. د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ حکومت دا ډله ترهګره پېژندلې وه.ملګرو ملتونه هڅه کوي چې دواړه خواوې سوله وکړي.

XS
SM
MD
LG