د لاس رسي وړ اتصالات

پر سعودي د ډرون له بریدونو وروسته ایتلاف په حوثي یاغیانو بمبار کړی


تصویر د تازه بمباریو نه دی
تصویر د تازه بمباریو نه دی

په سعودي عربستان کې چارواکي وايي د سعودي په مشرۍ ایتلاف له هغه وروسته په یمن کې د ایران له ملاتړه په برخمنو حوثي شیعه یاغیانو هوايي بریدونه وکړل چې دغې ډلې په سعودي باندې لږ تر لږه د پنځو بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

په همدې حال کې په یمن کې د حوثي یاغیانو او حکومت پلوو ځواکونو ترمنځ جګړې کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

د سعودي دولتي رسنۍ وايي چې د دغو بې پیلوټه الوتکو هدف ملکي سیمې وې، خو د دقیق ځای په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

په ریاض کې د امریکا سفارت یوه اعلامیه خپره کړې او وايي چې د یکشنبې په ورځ مارچ ۶ (کب ۱۶) جدي ښار ته نژدې او د «خمیس مشیط» په ښار کې مشکوک بریدونه او چاودونې شوي دي.

د یمن په صنعا کې چې حوثي شیعه یاغیان یې کنترولوي دوو اوسېدونکو او د رویټرز خبري اژانس یو عیني شاهد ویلي دي چې هلته څو هوايي بریدونه شوي دي.

د حوثي یاغیانو تلویزون وايي چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف اوه هوايي بریدونه کړي دي. د تلفاتو په اړه یې لا معلومات نشته.

ایتلاف وايي دا بریدونه د حوثي یاغیانو د ډرون د بریدونو په ځواب کې شوي دي. د ایتلاف ویاند تېره ورځ‌ وویل چې دوی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډرون الوتکو د اوو بریدونو مخه نیولې ده چې یو د «جازان» د ښار او نور یې د «خمیص مشیط» پر لوري الوځول شوې وو.

حوثي یاغیانو په دې وروستیو کې پر سعودي عربستان باندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي دي. چارواکي وايي په دا ډول بې پیلوټه الوتکو کې چاودېدونکي توکي ځای په ځای کیږي او بیا الوځول کیږي.

په همدې حال کې د یمن په «مأرب» او «تعز» کې جګړې هم زیاتې شوي دی. راپورونه وايي د حکومت پلوو او حوثي یاغیانو ترمنځ‌ په تازه جګړو کې د دواړو خواو شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي دي. تېره اونۍ د امریکا حکومت د حوثي یاغیانو په دوو مشرانو بندیز ولګوه.

ملګري ملتونه او امریکا هلې ځلې کوي چې هلته جګړه ختمه شي او سوله وشي.

په یمن کې د حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کې له مرکز صنعا څخه په نړیواله کچه پېژندل شوی حکومت لېرې کړ او پر ضد یې جګړې پیل کړي چې تر دې دمه سلګونه زره خلک وژل شوي، ژوبل شوي او د جګړو له سیمو تښتېدلي دي.

XS
SM
MD
LG