امریکا زرګونه نورو افغانانو ته د پناه اخیستلو زمینه برابروي 

په نوي پروګرام کې له ترجمانانو پرته زرګونه نور افغانان هم شامل دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ښايي زرګونه نور هغه افغانان هم په امریکا کې ځای په ځای کړي‌ چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو په شرایطو برابر نه دي، خو شاید د طالبانو هدف وي.

دا د امریکایي ځواکونو د هغو ۲۰۰۰۰ ترجمانانو او همکارانو څخه جلا دي چې امریکا ته یې د اېستلو لړۍ پیل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلیکن وویل چې د مهاجرت پروګرام هغو افغانانو ته په پام کې نیول شوی چې د امریکا د متحدو ایالتونو په مالي ملاتړ په جوړ شویو پروژو، د امریکا نا دولتي ادارو او مطبوعاتو کې یې کار کړی وي «دویم لومړیتوب» بلل کیږي.

په دغه پروګرام کې ټولو هغو افغانانو ته امریکا ته د راتګ چانس شته چې د امریکا د متحدو ایالتونو په مالي ملاتړ په جوړ شویو پروژو، د امریکا نا دولتي ادارو او مطبوعاتو کې یې کار کړی وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي «د طالبانو د بریدونو په زیاتېدو سره، د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په دې باندې کار کوي‌ چې یو شمېر ځانګړو افغانانو ته چې له متحدو ایالتونو سره یې کار کړی، د مهاجرت زمینه برابره شي.»

په دې پروګرام کې د امریکايي قراردادیانو کارکوونکي، محلي کارکوونکي، د امریکا د حکومت او وسله وال پوځ‌ ترجمانان، په امریکا کې د مېشتو مطبوعاتو او نورو نادولتي ادارو ټول افغان کارکوونکي شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "سره له دې چې د افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسو، متحده ایالات او زمونږ متحدین په افغانستان کې په ژوره توګه ښکیل پاته کیږي. مونږ د یو داسې افغانستان لپاره خپل کار ته دوام ورکوو چې ټول افغانان په مصونه او امنه توګه ژوند وکړي."

هغه همداشان وویل: "مونږ د افغانستان د تاسیساتو او په هغه هیواد کې د ۲۰ کالو د لاسته راوړنو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو،" او "د ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان سره زمونږ مشارکت د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي".

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا حکومت د متحدینو د ژغورنې د عملیاتو په نامه د زرګونو نورو افغان ترجمانانو او همکارانو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده او لومړۍ الوتکه یې امریکا ته هم رسېدلې ده.

همدا څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغان ژباړونکو او نورو همکارانو لپاره د مهاجرت ۸۰۰۰نورې اضافې ویزې ومنلې.سپینه ماڼۍ وايي‌ په ویزو سربېره ۵۰۰میلیون ډالر هم منل شوي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ترجمانانو او نورو همکارانو د اېستلو، ځای په ځای کولو نورو خدمتونو کې ولګول شي.

امریکایي سیاستوالو په حکومت فشار راوړی و چې د امریکايي عسکرو افغان ژباړونکي او همکاران دې ژر تر ژره له افغانستان څخه وباسي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ویلي وو چې شاوخوا ۲۵۰۰افغانان به د ویرجینیا په ایالت کې د «فورت لي» پوځي اډې ته ولېږدول شي.