د لاس رسي وړ اتصالات

غني طالبانو ته: واقعي مذاکرات یا جګړه، یو انتخاب کړئ


ولسمشر محمد اشرف غني ملي شورا ته وینا کې
ولسمشر محمد اشرف غني ملي شورا ته وینا کې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دوی دې پایلې ته رسېدلي چې وسله وال طالبان پر تلپاتې او عادلانه سولې «هیڅ باور» نلري او له دغه ډلې څخه غواړي چې د «واقعي مذاکراتو او جګړې» څخه یو انتخاب کړي.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۱) د ملي شورا ځانګړې غونډې ته وینا کې وویل چې افغانستان دا مهال د «طالبانو او د هغوی د ملاتړو له بیساري یرغل» سره مخ دی، خو ډاډ یې ورکړ چې د هیڅ یوې ورانکارې ډلې په وړاندې به په ګونډو نشي.

ښاغلي غني وویل: "له تاسو او افغان ملت سره مي ژمنه ده چې د هیڅ یوې ویجاړونکي ډلې په وړاندې نه په ګونډو کېږم. یا د واقعي خبرو مېز ته ګونډه په ګونډه کینو او یا د جګړې په میدان کې ګونډې ماتوو. موږ خپل انتخاب کړی دی. طالب او ملاتړې دي خپل انتخاب وکړي."

ولسمشر غني په افغانستان کې رامنځته شوی وضعیت له دغه هیواد څخه «په بېړه د امریکايي او نړیوالو ځواکونو» د وتلو له امله وباله او په خبره یې نه چمتووالی د رهبرۍ سطحې په بېلابېلو برخو کې کمزورتیا په دغه هیواد کې د ستونزو رامنځته کېدو لامل شوه.

ښاغلي غني زیاته کړه: "موږ له یوه ښکاره تجاوز سره مخ یو چې مبنای فتنه او اسباب یې مکر و خدعه دي. دا تجاوز پر موږ تپل شوی دی، دا جګړه پر موږ تپل شوې ده، دا فتنه پر موږ تپل شوې ده، د خدای ج حکم دی کوم څوک چې تجاوز وکړي او لاس ورڅخه وانخلي، د دغه ډلې د شر او فتنې په مقابل کې جنګېدل د یوې مسلماني ټولنې وجیبه ده."

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان اوس مهال د تروریزم له یو بېساري یرغل سره مخ دی او دغه یرغل درې اړخونه لري: "طالب د مخکې ۲۴ کلونو طالب نه دی، طالب په ډیر تاوتریخوالي، خونخواره او جابره توګه پر موږ یرغل راوړی دی. طالب نه یوازې دا چې له داخلي او نړیوالو تروریستانو سره یې اړیکې نه دې قطعه کړي، بلکې دغه اړیکې پیاوړې شوي دي او تاوتریخوالی یې زیات شوی دی."

ولسمشر غني وویل چې وروستي تاوتریخوالي او بریدونو ته په کتو طالبانو دا فکر کړئ چې د جګړې له لارې به بریالي شي، خو ټینګار یې وکړ چې دغه نادرسته او غلطه محاسبه به طالبان «ذلیل» کړي او د افغانستان د خلکو برحقه مبارزه به د دغه یرغل په وړاندې بریالۍ شي.

​د حکومت امنیتي پلان

ولسمشر غني زیاته کړه چې ټول پلانونه نیول شوي ترڅو په راتلوونکو شپږو میاشتو کې د «فتنې» دغه څپه دفعه شي او د استقرار حالت ته ورسیږو.

ولسمشر غني وویل چې د دغه امنیتي پلان مهم عنصر د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د خلکو ملي بسیج دی.

هغه وویل: "د دغه پلان پر اساس د افغانستان ملي اردو د ستراتیژیکو اهدافو پر دفاع باندې تمرکز کوي، پولیس موظف شوي چې د ښارونو او ولسوالیو امنیت ټینګ کړي او همدارنګه د ملي امنیت ریاست د ملي امنیت شورا سره په همغږۍ د ولسي کسانو پر راټولولو او له امنیتي او دفاعي سرتیرو سره به د هغوی پر همغږۍ کار وکړي."

نوموړي زیاته کړه چې ددغه پلان د پلي کولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو ملاتړ له ځان سره لري.

ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هیواد له اوسېدونکو څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ غوښتنه وکړه او له هغوی څخه یې همدارنګه وغوښتل چې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو پر وړاندې متحد شي.

ولسمشر غني پر داسې مهال دا څرګندونې وکړې چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG