د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د افغان ژباړونکو لپاره ۸۰۰۰ نورې ځانګړې ویزې ومنلې


افغان ژباړونکی له بهرنیو ځواکونو سره
افغان ژباړونکی له بهرنیو ځواکونو سره

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د افغان ژباړونکو او نورو همکارانو لپاره د مهاجرت ۸۰۰۰ نورې اضافې ویزې منظورې کړلې.

سپینه ماڼۍ وايي‌ په ویزو سربېره ۵۰۰ میلیون ډالر هم منل شوي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ترجمانانو او نورو همکارانو د اېستلو، ځای په ځای کولو او نورو خدمتونو کې ولګول شي.

د امریکا د استازو خونې او سنا د پنجشنبې په ورځ له دغو افغانانو سره د مرستو لپاره او د هغوې د اېستلو لپاره ۲.۱میلیارد ډالرو طرحه تصویب کړه.

سپینې ماڼۍ تېره ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د دغې پرېکړې ننګه کوي او د بایډن اداره «د افغانانو او هغو خلکو سره مرستو ته ژمنه ده چې د امریکا له حکومت سره او یا د حکومت په استازیتوب یې کارونه کړي ».

سناتور ریچارد شلبي ویلي دي چې له خپلو متحدو افغانانو سره مرسته نه کول «شرم» دی او دا خطر شته چې هغوی ښايي له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ووژل شي.

په سنا کې د جمهوریت غوښتونکو ډلې مشر مچ مککانل ویلي دي‌ هغوی به له افغان متحدینو او همکارانو سره په خپلو کړو ژمنو ولاړ وي.

تېره ورځ د یو شمېر افغان ژباړونکو او نورو همکارانو یو پرواز امریکا ته را ورسېد.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوې اعلامیې کې دا یو مهم ‌اقدام بللی او ویلي‌ دي: « نن سهار د همکارانو د ژغورنې د عملیاتو لومړی پرواز امریکا ته را ورسېده، په پرواز کې هغه افغانان او کورنۍ یې شامل دي، چې د مهاجرت ځانګړې ویزې په شرایطو برابر دي.»

امریکایي سیاستوالو په حکومت فشار راوړی و چې د امریکايي عسکرو افغان ژباړونکي او همکاران دې ژر تر ژره له افغانستان څخه وباسي.

د ښاغلي بایډن په اعلامیې کې راغلي دي: «د دغو خلکو راتګ د ډېرو نورو د راتګ پيل دی، موږ چټک کار کوو چې د مهاجرت د ځانګړې ویزې په شرایطو برابر افغانان له خطر څخه وباسو....»

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ویلي وو چې شاوخوا ۲۵۰۰افغانان به د ویرجینیا په ایالت کې د «فورت لي» پوځي اډې ته ولېږدول شي. د «فورت لي» پوځي اډه د امریکا درېیم لوي پوځي تعلیمي مرکز بلل کیږي چې شاوخوا ۲۷۰۰۰امریکايي سرتېري او کورنۍ یې په کې مېشت دي.

چارواکو ویلي و چې شاوخوا ۷۰۰افغان ژباړونکی او نور همکاران به لومړی دغې پوځي اډې ته انتقالیږي او بیا به د امریکا په نورو سیمو کې مېشت کړل شي.

امریکايي چارواکو اعلان کړی دی چې له افغانستان څخه تر وتلو مخکې به شاوخوا ۱۸۰۰۰افغان ژباړونکي او نور همکاران له هغه هېواد څخه وباسي.

XS
SM
MD
LG