د متحدو ایالتونو حکومت د جنايي جرمونو له نړیوالې محکمې څخه د چاد د وتلو پرېکړه ستایلې ده.
د بهرنیوج چارو وزارت د افریقایي چارو بیرو په خپل رسمي ایکس حساب کې په دې اړه لیکلي دي: «متحده ایالتونه د جنايي جرمونو له نړیوالې محکمې څخه د چاد د وتلو او له هغو هېوادونو سره یې د یو ځای کېدو هرکلی کوي چې له دغې نیمکړې ادارې څخه خپل استقلالیت بیا ترلاسه کوي.»
د چاد حکومت تېره ورځ (جولای ۲۷) د جنايي جرمونو له نړیوالې محکمې څخه د رسمي وتلو اعلان وکړ.
تېره ورځ د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له دغې ادارې څخه د وینزویلا د وتلو پرېکړه هم ستایلې وه.
بورکینا فاسو، مالي او نایجر هم د جنايي جرمونو له نړیولې محکمې څخه وتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي دي چې متحده ایالتونه به هېڅکله هم «دا نړیوالې غیر حساب ورکوونکې محکمې ته خپل استقلالیت تسلیم نه کړي او د جرمونو د نړیوالې محکمې له حده د ډېر نامشروع لاسرسي دختمولو لپاره د ټول حکومت په کچه هر اړخیز کمپاین» پیل کوو.
متحدو ایالتونه د دغې محکې له ټولو غړو څخه غواړي چې د روم له اساسنامې څخه ووځي.