متحدو ایالتونو د جنايي جرمونو له نړیوالې محکمې څخه د وینزویلا وتل ستایلي دي. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په خپل رسمي ایکس کې په یو بیان د وینزویلا د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.
په دغه بیان کې ویل شوي، "متحده ایالتونه د جرمونو له نړیوالې محکمې څخه د وینزویلا د وتلو په اړه د موقتې ولسمشرې دیلسي رودریګوز او وینزویلا د پرېکړې او د دغې فاسدې او بې ارزښته محکمې د له منځه وړلو لپاره د امریکا په مشرۍ هڅو کې د وینزویلا د نوي حکومت د ملګرتیا هرکلی کوي ".
د وینزویال د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د جولای ۲۴) وویل چې هیواد یې په رسمي ډول ملګرو ملتونو ته له نړیوالې جنایي محکمې څخه د وتلو د «نه بدلیدونکي» پریکړې په اړه خبر ورکړی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د وینزویلا حکومت دا محکمه «په جغرافیايي تعصب» تورنه کړې او ادعا کوي چې د جرمونو نړیواله محکمه په نامتناسب ډول د نړۍ هېوادونه او په خاص ډول د افریقا او لاتینې امریکا هېوادونه په نښه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي دي چې دغې تش په نامه محکمې له ۲۰۱۸ کال راهېسې د وینزویلا د مخکني مشر نیکولاس مادرو په اړه «تحقیق» کوو او هېڅ نتیجه یې ورنه کړه، خو مادروو اوس په متحدو ایالتونو د «خپلو کړو جرمونو په اړه په متحدو ایالتونو کې له عدالت سره مخامخ» دی.
اعلامیه وایي د جرمونو نړیوالې محکمې خپلې سرچېنې د هغو هېوادونو په افرادو په اړه په تحقیق کې ضایعه کړې، چې «خپلواک قضایي سیستمونه لري او هیڅکله یې د محکمې قضایي صلاحیت ته غاړه نه ده ایښې او «د جرمونو نړیواله محکمه نه باوري ده، نه خپلواکه ده او نه هم مشروع» ده.
متحدو ایالتونه د دغې محکمې له ټولو غړو څخه غواړي چې ترې ووځي.
فورم \ دبحث خونه