ونس: ګورو چې ایران امریکا سره د ښو اړیکو لپاره اوږدمهاله بدلونونه راولي که نه

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال جي ډي ونس د شنبې په ورځ (اګست اتمه) فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي دي چې له ایران سره مذاکرات روان دي.

نوموړي ویلي متحده ایالات غواړي وویني چې آیا تهران له واشنګټن سره د "ښو اړیکو" په هدف د اوږدمهاله بدونونو نیت لري که نه، هغه زیاته کړې که داسې ونشي پروا نه کوي.

ونس ویلي متحده به په امریکا کې د انرژۍ د بیو د ټیټیدو په هدف په منځني ختیځ کې د تیلو او ګازو د ډیر تولید په هدف پر هغه هیواد "ایران" فشارونو ته دوام ورکړي.

د ولسمشر ټرمپ مرستیال وویل:"موږ د هغوی اټومي پروګرام له منځه یووړ. ، موږ د هغوی پوځ له منځه یوړو. موږ د هغوی نظامي قابلیتونه تر ډیره ټیټ کړل."

په دې مرکه کې، ونس زیاته کړه چې متحده ایالات هڅه کوي ترڅو له اوسني جنجال څخه هغه څه چې د امریکا د ګټو لپاره اړین دي ترلاسه کړي.

تر ونس مخکې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل، باور لري چې له ایران سره روانه جګړه به ژر پای ته ورسېږي او ایران به ونه شي کولی اوسني وضعیت ته ډېر دوام ورکړي.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د جګړې له پای ته رسېدو سره به د تېلو بیې هم راټیټې شي.

هغه وویل، "د هغو ټولو معلوماتو پر بنسټ چې زه یې وینم، موږ به ډېر ژر یو ځل بیا د ټیټو بیو ورځې ووینو، کله چې جګړه پای ته ورسېږي. زما په فکر جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي. فکر نه کوم چې هغوی [ایران] وکولی شي ډېر نور دوام وکړي. "

ټرمپ د امریکا په ځینو ایالتونو، په ځانګړي ډول آیوا کې، د پټرولو بیو ته په اشارې وویل چې په ځینو ځایونو کې یو ګیلن پټرول په ۱.۸۵ او ۱.۹۵ ډالرو پلورل شوی او تمه لري چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به بیې یو ځل بیا دغو کچو ته راښکته شي.