د وینزویلا د لا ګوایرا ایالت د دوه و پرلهپسې زورورو زلزلو څخه، نږدې پنځه ورځې تېرې شوي، خو د ژغورنې او بشري مرستو عملیات لا هم په بېړنۍ توګه دوام لري. د وروستیو رسمي شمېرو له مخې، نږدې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي، زرګونه کسان ټپیان دي او تر ۶۹ زرو ډېر کسان لا هم لادرکه دي. چارواکي خبرداری ورکوي چې د مړو شمېر ښايي نور هم لوړ شي.
سره له دې چې د زلزلې له لومړیو ۷۲ ساعتونو وروسته د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو امکان په چټکۍ سره کمېږي، خو ژغورونکي لا هم د کنډوالو لاندې د ژوند نښې لټوي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، امریکايي، فرانسوي او وینزویلایي ژغورونکو په وروستیو عملیاتو کې یو پلار او زوی د نړېدلې ودانۍ له کنډوالو څلور ورځې وروسته ژوندي را وایستل، هغه پېښه چې د ژغورنې د عملیاتو لپاره د امید نوی سمبول بلل کېږي.
ملګري ملتونه وایي، د نړۍ له ۴۵ هېوادونو څخه څه باندې ۲۲۰۰ ژغورونکي په وینزویلا کې د لټون او ژغورنې په عملیاتو بوخت دي او تمه ده چې نور نړیوال ټیمونه هم سیمې ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو په وینا، د دې ناورین له امله نږدې اووه میلیونه کسان اغېزمن شوي دي.
د امریکا پراخ حضور
متحده ایالات د ژغورنې په دې نړیوال ماموریت کې له مهمو شریکانو څخه دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مرستو رول یې یوازې په مالي ملاتړ نه دی محدود، بلکې امریکايي ژغورونکي په مستقیم ډول د کنډوالو لاندې د ایسارو کسانو د موندلو په عملیاتو کې برخه لري.
د وزارت په وینا، د ویرجینیا، لاس انجلس او میامي-ډېډ د ژغورنې ځانګړې امریکایي ډلې وینزویلا ته رسېدلې او له نړیوالو ټیمونو سره یوځای د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه کې یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې امریکايي ژغورونکي یو شپږ میاشتنی ماشوم او مور یې له کنډوالو ژوندي را باسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "موږ په وینزویلا کې پر ځمکه حیاتي او ژوند ژغورونکې مرستې رسوو؛ هر ژغورل شوی ژوند زموږ لپاره یوه بریا ده." د امریکا د جنوبي قوماندانۍ (SOUTHCOM) په وینا، امریکايي سمندري ځواکونه له امریکايي او نړیوالو ژغورونکو سره په هغو سیمو کې د لټون او ژغورنې ملاتړ کوي چې د زلزلو له امله تر ټولو سختې ځپل شوې دي.
SOUTHCOM وایي، د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه په ګډه د ژغورنې، لوژستیکي ملاتړ او بشري مرستو د چټکولو لپاره کار کوي.
د دې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې, د امریکا د هوايي ځواک C-17 الوتکو ژغورونکي او ځانګړي تجهیزات سیمې ته لېږدولي؛ او همداشان د MV-22 Osprey الوتکې د ژغورونکو، مرستو او تجهیزاتو په انتقال کې کارول کېږي؛ د امریکا فضايي ځواک د سپوږمکۍ له لارې د زیانمنو سیمو انځورونه برابروي څو ژغورونکي د عملیاتو لومړیتوبونه وټاکي.
د امریکا جنوبي قومندانۍ ویلي: "په وینزویلا کې امریکايي سمندري ځواکونه له امریکايي او نړیوالو لومړنیو ژغورونکو سره په هغو سیمو کې د لټون او ژغورنې ملاتړ کوي چې د زلزلو له امله تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي."
بشري اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي
د وینزویلا چارواکي وایي، له ۷۷۰ څخه زیاتې ودانۍ یا بشپړې نړېدلې او یا هم سختې زیانمنې شوې دي. په تېرو ورځو کې څو پسلړزې هم ثبت شوې چې د ځینو شدت یې ۴.۵ درجې ته رسېدلی او د نورو ویجاړیو او مرګژوبلې خطر یې زیات کړی دی. مرستندویې ادارې خبرداری ورکوي چې د پاکو اوبو کمښت، د لنډمهاله سرپناه نشتوالی، د روغتیايي خدمتونو محدودیت او دوامداره پسلړزې د ناورین بشري وضعیت لا پسې خرابوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د ښاري ژغورنې ۴۴ نړیوال ټیمونه، چې ۲۲۴۵ ژغورونکي او ۱۴۰ روزل شوي سپي پکې شامل دي، په وینزویلا کې د لټون او ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.