ویسټ انډیز په کرکټ کې نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ

ویسټ انډیز اوپنرانو په ګډه ۳۶۵ او منډې وکړې

د ویسټ انډیزو د سر دوو لوبغاړو (اوپنرانو) د ایرلنډ خلاف یوې لوبې کې تر ټولو د ډېرو منډو ملګرتیا (پارټنرشېب) وکړه.

جان کمپل او شان هوپ په ګډه تر ۳۶۵ منډې وکړې. دا په د کرکټ په یوې ورځنیو لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې دي چې په یوې لوبې کې یې د سر دوه لوبغاړي په ګډه کوي.

جان کمپل په ۴۸م اور کې په ۱۷۹ منډو او شان هوپ په ۱۷۰ منډو وسوځېدل خو د دوی ګډو منډو دا ملګرتیا او نړیوال ریکارډ به تر ډېره یاد ساتل کیږي.

تر دې مخکې په دا ډول لوبو کې د پاکستان فخر الزمان او امام الحق د زمبابوې په خلاف په ګډه ۳۰۴ او د سرېلانکا جاواردين او دلشن د انګلنډ په خلاف په ګډه ۲۸۶ منډې کړې وې چې نړیوال ریکارډونه بلل کېدل.

د ویسټ انډیز او ایرلنډ لوبه د برتانیا په دبلین کې د یکشنبې په ورځ (مۍ۵) وه. ایرلنډ، انګلنډ او ویسټ انډیز په خپلو کې سره ګډې لوبې لري چې د نړیوال کپ سیالیو ته ځانونه چمتو کړي.