د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ویسټ انډیز سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې


د ویسټ انډیز او افغانستان سیالۍ د جون په دویمه پیلیږي او ۱۴ ختمیږي
د ویسټ انډیز او افغانستان سیالۍ د جون په دویمه پیلیږي او ۱۴ ختمیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د ویسټ انډیز سره د ۲۰ اورونو او یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره لوبډلې اعلان کړې.

دا اول ځل دی چې افغانستان له ویسټ انډیز سره د دریو ۲۰ اورونو او دریو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ لري.

د افغانستان د ملي لوبډلې د غوراوي کميټې مشر نوروز منګل د سه شنبې په ورځ ( مۍ ۹)په کابل کې خبریالانو ته وویل چې هڅه یې کړې ښه او غوره لوبډله جوړه کړي.

د یوې ورځنیو لوبو لوبغاړي

د اصغر ستانکزي په کپټانۍ کې نورعلي ځدراڼ، جاوید احمدي، عثمان غني، رحمت شاه زرمتی، ناصر جمال، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، ګلبدین نایب، راشد خان، شفیق الله شفق، شاپور ځدراڼ، حمزه هوتک، دولت ځدراڼ ، افسر ځاځی او فرید ملک په لوبډله کې دي. نوین الحق اوشراف الدین اشرف بیا احتیاطي لوبغاړي دي که اړتیا پیدا شوه لوبې به کوي.

د ۲۰ اورونو سیالیو لوبډله

اصغر ستانکزی کپټان، نورعلي ځدراڼ، جاوید احمدي، عثمان غني، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینورای، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشد خان، شفیق الله شفق، شاپور ځدراڼ، امیره حمزه هوتک، فرید ملک، دولت ځدراڼ او کریم جنت.
نوین الحق، افسر ځاځی او شرف الدین اشرف احتیاطي لوبغاړي دي.

دا لوبې د جون په دویمه پیلیږي او په ۱۴ ختمیږي. د کرکټ بورډ اعلامیه وايي افغان لوبغاړي به ویسټ انډيز ته تر تګ مخکې د پنجشنبې په ورځ هند ته ځي او د دوو اونیو لپاره به هلته تمرینونه کوي.

دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي به هم له لوبډلې سره یو ځای کیږي، دوی دواړه اوس په آی پي ال کې لوبیږي.

د شهزاد نشتوالی

په لوبډله کې محمد شهزاد محمدي نشته ځکه چې پر هغه د کرکټ نړیوالې شورا د منع کړل شویو درملو د خوړلو له کبله موقت بندیز لګولی دی.

اوس به له نور علي سره جاوید احمدي/عثمان غني اوپنېنګ کوي، دا دواړه لوبغاړي په دې وروستیو کې کور دننه او بهر ښه ځلېدلي نه دي.

له شک پرته چې د محمد شهزاد محمدي نشتوالی د افغانستان لپاره ښه خبر نه دی خو شاید ویسټ انډیز ته ښه خبر وي. شهزاد د افغانستان لومړنی لوبغاړی دی چې د ۲۰ اورونو، یوې ورځنیو او څلور ورځنیو سیالیو کې یې سلیزې کړې دي.

مخکې داسې ویل کېدل چې شاید حمید حسن هم د ویسټ انډیز سره سیالیو ته چمتو وي، خو داسې ښکاري چې هغه لا پوره رغېدلی نه دی او لوبډلې کې نشته. همدغه راز د افغانستان یو بل الراونډر میرویس اشرف هم په لوبډله کې نه لیدل کیږي.

افغانستان او ویسټ انډیز تراوسه یو وار سره مخامخ شوي، هغه هم د ۲۰ اورونو په تېرو نړیوالو سیالیو کې چې افغانستان ماتې ورکړه.

ویسټ انډیز د ۲۰ اورونو نړیوال اتل دی خو د کرکټ د نړیوالې شورا په اوسنۍ درجه بندۍ کې بیا ویسټ انډیز په یوې ورځنیو لوبو کې نهم او افغانستان لسم دی. تراوسه ویسټ انډیز دغو سیالیو ته لوبډلې نه دې اعلان کړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG