روغتیا نړیوال سازمان: د هانتا ویروس د خپریدو نښې نشته

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس ویلي، تر اوسه داسې نښې نشته چې د هانتا ویروس پراخه خپرېدنه روانه وي، خو ښايي نورې پېښې هم ثبت شي.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو ویلي، د “هونډیوس” په نوم د تفریحي کښتۍ له مسافرو سره تړلې نهه مثبتې او دوه مشکوکې پېښې ثبت شوې دي. چارواکي وايي، دا ویروس په اسانۍ له یوه انسانه بل انسان ته نه انتقالېږي، نو د پراخې وبا خطر یې کم دی.

ټېدروس په مادرید کې د اسپانیا له صدراعظم پیدرو سانچز سره ګډې خبري غونډې ته وویل، هېوادونه خپله پرېکړه کوي چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره کوم اقدامات مناسب دي.

په همدې حال کې، د هالنډ د یوه روغتون ویلي چې، ۱۲ روغتیايي کارکوونکي یې د احتیاطي تدابیرو په توګه د شپږو اوونیو لپاره قرنطین کړي دي. روغتون ویلي، د ناروغۍ د انتقال خطر ډېر کم دی او د ناروغانو درملنه په عادي ډول روانه ده.