د لاس رسي وړ اتصالات

هانتا ویروس په سیاحتي بیړۍ کې درې کسان مړه کړي

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي د هانتا ویروس د یوې مرګونې پېښې څېړنه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي د هانتا ویروس د یوې مرګونې پېښې څېړنه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي د هانتا ویروس د یوې مرګونې پېښې څېړنه کوي، چې لږ تر لږه درې کسان یې وژلي او څلور نور یې ناروغ کړي دي. دا پېښه په هغه مسافر وړونکې بېړۍ کې رامنځته شوې چې تېره میاشت یې له ارجنټاین څخه حرکت پیل کړی و او د اتلانټیک سمندر له لارې د کناري ټاپوګانو پر لور روانه وه.

د «MV Hondius» سیاحتي بېړۍ، د افریقایي ټاپووزمې هېواد «کیپ ورډ» (Cape Verde) سره نږدې په اتلانټیک سمندرګي کې په یوه بندر کې ولاړه ده. دا په داسې حال کې ده چې روغتیايي چارواکي هڅه کوي د دې وژونکي ویروس د خپرېدو اصلي لامل معلوم کړي، کوم چې اکثره د ککړو موږکانو د ادرار یا فاضله موادو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي.

د روغتیایی کارپوهانو په وینا داسې شواهد شته چې دا ځانګړی ویروس له انسانه انسان ته هم انتقالېدلی شي.

کله چې دا بېړۍ د اپرېل په لومړۍ نېټه له ارجنټاین څخه روانه شوه، شاوخوا ۱۵۰ کسان پکې سپاره وو.

لومړی قرباني، یو هالنډی سړی، د اپرېل په ۱۱مه نېټه په همدې بېړۍ کې ومړ. د هغه مېرمن وروسته هغه مهال مړه شوه چې سویلی افریقا ته انتقال شوه. یو جرمنی تبعه د دې ویروس درېیم قرباني و. لږ تر لږه څلور نور کسان هم ناروغ شوي دي، چې په کې یو بریتانوی سړی په سخت حالت کې په روغتون کې بستر دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د وباګانو سره د مبارزې رئیسه ماریا ون کیرکوف وایې: “دا وضعیت له نږدې څارل کېږي، او د احتیاطي تدابیرو په توګه له مسافرو غوښتل شوي چې په خپلو کوټو کې پاتې شي، څو د ضدعفوني او نورو عامه روغتیايي اقداماتو پروسه بشپړه شي. د Cabo Verde طبي ډلې هم په بېړۍ کې مرسته کوي.”

د هانتا ویروس لپاره تر اوسه کومه درملنه نشته. دا ویروس لومړی تبه او د عضلاتو دردونه رامنځته کوي، او وروسته جدي تنفسي ستونزې پیدا کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې بېړۍ به د هغو دوو ناروغو کسانو له ایستلو وروسته د کانري ټاپوګانو پر لور خپل سفر ته دوام ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د وباګانو سره د مبارزې رئیسه ماریا ون کیرکوف وایي دوي له هسپانوي چارواکو سره کار کوي، بېړۍ ددوي په خاوره کې پاتې شي او هلته به بشپړه څېړنه وشي، بېړۍ به په بشپړ ډول ضدعفوني شي، او د مسافرو د خطر کچه به وارزول شي. هغې زیاته کړه چې نور هېڅ نښې لرونکي ناروغان په بېړۍ کې نشته.

دا واضیعت دې بیړۍ کې امریکایی مسافر سخت اندیښمن کړي دي، د بیړۍ یو امریکایی مسافر جیک روسمارین وايې غواړي پدې برخه کې وضاحت مسافرو ته ورکړل شي تر څو مسافرین ځانونه خوندي احساس کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د عامو خلکو لپاره د دې ویروس خطر ټیټ دی.

متحده ایالات د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۲مه نېټه په رسمي ډول له روغتیا نړیوال سازمان څخه ووت، او د دې سازمان لپاره یې تمویل، غړیتوب او په اداري چارو کې ګډون پای ته ورسېد.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG