د شاپور مړینې ته نړیوال غبرګونونه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د پخواني تیز توپ اچوونکي، شاپور ځدراڼ په مړینې، د کرکټ شورا، د دې لوبې نړیوالو مبصرینو او پخوانیو نړیوالو لوبغالو خفګان څرګند کړی او د هغه مړینه یې د نړیوال کرکټ او په ځانګړې توګه د افغانستان د کرکټ لپاره یوه ضایعه بللې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) په خپلې رسمې ویب پاڼې کې د شاپور ځدراڼ د لوبې یو شمیر غوره انځورونه خپاره کړې او ورسره یې لیکلي چې ده تر نړیوال سټیجه پورې د افغانستان د کرکټ د لوبډلې په مزل کې مهمه ونډه درلوده.

آی سي سي لیکلي چې شاپور ځدراڼ څه باندې لس کاله د افغانستان لپاره د چټک توپ اچوونکي په توګه لوبه وکړه او په ځانګړې توګه یې د ۲۰۱۵ نړیوال جام کې د افغانستان په لومړۍ تاریخي بریا کې د شاپور ونډه ستایلې ده. په دې لوبې کې چې د سکاټلنډ سره وه، افغانستان په وروستیو څلور توپونو کې پداسې حال چې یوازې یو لوبغاړی یې پاتې و، په وروستي اور کې پنځو منډو ته اړتیا درلوده او شاپور ځدراڼ د لوبې د پای اور په درییم توپ څلوریزه ووهله او د افغانستان لپاره یې لوبه وګټله.

شاپور په هغو سیالیو کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډیر لوبغاړي هم سوځولي و.

شاپور ځدراڼ د ۲۰۱۵ نړیوال جام په سالیو کې د افغانستان لومړنی او تاریخی بری لمانځي.

د آی سي سي مشر جې شاه، هم د افغانستان د کرکټ په غوړیدو کې د شاپور ځدراڼ نقش مهم بللی او په مړینه یې د ځدراڼ د کورنۍ، ملګرو او د افغانستان د کرکټ ټولې کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او د هغه روح ته د آرام دعا کړې.

په همدې حال کې د هند د کرکټ پخواني لوبغاړي او په نړیواله کچه د کرکټ نوموتي مبصر، راوي شاستري د شاپور ځدران په مړینې د خفګان څرګندولو سربیره، د ایکس په شبکې کې لیکلي چې د افغانستان د کرکټ په سفر کې به د هغه هلې ځلې هیرې نشي. ښاغلي شاستري هم د شاپور د کورنۍ ، ملګرو او افغانستان د کرکټ کورنۍ سره غمشریکې ښودلې ده.

د هند د کرکټ یو بل مشهور پخوني لوبغاړي، یوراج سینګ چې پخپله یې هم د سرطان ناروغي تیره کړې شاپور ځدران یې د افغانستان د کرکټ "ریښتینی سرلاری" بللی او د خفګان ښودلو سربیره یې د اکس په شبکې کې لیکلي چې د کرکټ لپاره د شاپور ژمنتیا او جذبه به تل په یاد پاتې شي.

د کرکټ یو بل مشهور هندي مبصر او لیکوال، هرشا بهوګلې شاپور ځدراڼ "اغیزناک شخصیت" یاد کړی ؛ د هغه په مرګ یې خفګان ښودلی او لیکلي چې د هغه د لوبې یې خوند اخیست. ښاغلي بهوګلې لیکلي چې د شاپور مړینه "ډیره له وخته مخکې او ډیره بدمرغه" ده.

د دې سربیره، د هند د ملي لوبډلې پخواني کپتان اجې جدیجا چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام پر مهال د افغانستان د ملي لوبډلې سلاکار هم و، د شاپور مړینه یې "زړه ماتونکې" بللي او د هغه روح ته یې د آرام دعا غوښتې.

دا مطلب هم ولولئ

د شاپور ځدراڼ په جنازې کې د زرګونو کسانو ګډون

د هندي لوبغاړي او مبصرینو تر څنګ، د پاکستان یو شمیر پخوانیو لوبغاړو هم د شاپور په مړینه خفګان ښودلی. د پاکستان پخواني تیز توپ اچوونکي شعیب اختر، شاپور ځدران "نه ویریدونکی" تیز توپ اچونکی بلل ؛ د هغه په مړینه یې خفګان ښودلی او د کورنۍ سره یې غمشريکي ښودلې.

په عین حال کې د بنګله دیش کرکټ بورډ د شاپور په مړینې د خفګان ښودلو سربیره، لیکلي چې د افغانستان د کرکټ لپاره د شاپور ځدران خدمتونه به تلپاتې وي. په اعلامیې کې د شاپور ځدراڼ د کورنۍ او د افغانستان د کرکټ ټولې کورنۍ سره خواخوږي څرګنده شوې.

د لوبغاړو او مبصرینو تر څنګ، افغان سوداګر میرویس عزیزي هم چې د شاپور د پوښتنې لپاره په هند کې روغتون ته هم ورغلی و، د اکس په شبکې کې د شاپور ځدراڼ په مړینه ژور خفګان ښودلی او د هغه مړینه یې ستره ضایعه بللې. ښاغلي عزیزي همدارنګه لیکلي چې د ځدراڼ په درملنې کې یې هیڅ ډول هڅه نده سپمولې.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم د اکس په شبکې کې د شاپور په مړینه خفګان ښودلی.

هندي مبصر، دیویندر کمار چې دا مهال د شپږیزې کورني کرکټ په سیالیو کې د تبصرې لپاره په افغانستان کې دی، لیکلي چې شاپور ځدراڼ ډیر نه غږیده خو کله به چې د کرکټ او افغانستان خبره کیده، دی به تر ټولو وړاندې و او دا چې تل یې په افغانیت ویاړ درلود. ښاغلي کمار د افغانستان د کرکټ بورډ له مسؤلینو غوښتي چې په هیواد کې د کرکټ یو لوبغالی د شاپور په نامه ونوموي.

د هند غوره لیګ یو شمیر لوبډلو هم، په ځانګړې توګه هغه لوبډلې چې افغان لوبغاړو پکې لوبه کړې، د شاپور ځدراڼ په مړینه د خفګان څرګندولو تر څنګ، د هغه روح ته دعاوې کړي.