کنړ کې د معتادینو د درملنې د شل بستریز روغتون مسؤلین وايي، چې له تیرو نهو میاشتو او واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې د مخدره موادو د روږدو کلینیکي درملنه په ټپه ولاړه ده او د معتادینو درملنې لپاره د بستر امکانات نه لري.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مسؤلین وايي، چې په تیره یوه میاشت کې یې څلور پنځوس کیلوګرامه مخدره مواد او ورسره شکمن قاچاقبران نیولي دي.
لغمان کې د مخدره موادو د روږدو د درملنې د یوه مرکز مسؤلین وايي چې پدغه ولایت کې د معتادینو شمیره زیاته او د درملنې امکانات کم او ستونزې یې ډیرې دي.
د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو په وړاندې جنګیدلی یو پخوانی مجاهد وايي، چې په ایران کې د مزدورئ په مهال د یوه ایراني معمار له لوري د تاریاکو په ورکولو په مخدره موادو روږدی شوی او اوس په لغمان کې تر درملنې لاندې دی.
په لغمان کې د طالبانو د حکومت د کرهڼې رئيس وايي، چې له تیر یو کال راهیسې یې پدغه ولایت کې په څه کم دوه نیم زره جریبه ځمکې باندې یې باغونه جوړ کړي او باغداري د رشد په حال کې ده.
ننګرهار کې د ځمکني توتانو یو شمېر بزګران وايي، له یوې خوا یې سږ کال د توتانو حاصلات ښه ندي او بل لورته د حکومت بدلون او وروستي ناسم اقتصادي وضعیت د ځمکنیو توتانو مارکیټ کمزوری کړی دی.
په لغمان کې یو شمیر کروندګر وايي، چې دوی د تیر حکومت په مهال د کښتونو لپاره ځمکې په اجاره نیولې وې او د ځمکو مالکینو ورسره په اجاره خط کې لیکلي وو چې کوکنار به نه کري.
د ننګرهار په ولایت کې اوس مهال په یو شمېر سیمو کې د کوکنارو د حاصل یا د اپینو د را ټولولو وخت دی او یو زیات شمیر نیښګر وايي، دا چې دوی ته پکې کار پيدا شوی خوښ دي.
د طالبانو د حکومت د لغمان والي وايي چې ملي سوداګرو او مرستندویه مؤسساتو سره یې د مخدره موادو د معتادینو درملنې په خاطر خبرې کړي چې د درملنې په برخه کې امکانات ورته برابر کړي.
د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې هر کال په پراخه کچه بادرنګ کرل کېږي چې کروندګر يې له حاصلاتو خوښ دي.
د ننګرهار په ښیوې ولسوالۍ کې د محمد نبي په نوم یو بزګر وايي، چې نورو کروندګرو یې په شاوخوا پټیو کې کوکنار وکرل خو ده غنم او نور کښتونه کرلي او غواړي حلاله روزي پیدا کړي.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د سږني کال کوکنار حاصل ته رسیدلي او د کوکنارو کروندګرو یې د اپينو په راټولولو بوخت دي.
د طالبانو د حکومت د کونړ والي وايي، هر کله چې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت پروګرامونه ترتیب کړي نو بیا به د کوکنارو د له منځه وړولو لپاره عملي اقدامات وکړي.
که څه هم یو شمیر کروندګر د طالبانو د مشر د کوکنارو د بندیز د فرمان په اړه په اندېښنه کې دي، چې ولاړ فصلونه یې له منځه یو نه وړل شي، خو بل لورته د خپلو کرل شویو کوکنارو حاصل ته هم په تمه دي.
په ننګرهار کې د کوکنارو یو شمیر کروندګر وايي له هغه را وروسته چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله د کوکنارو په کښت بندیز ولګوه، د اپینو بیې څو چنده لوړې شوي دي
په ننګرهار کې د کرهڼې ریاست چارواکي وایې، که څه هم یوازې سږ کال یې په ۱۲ولسوالیو کې په ۱۲۵۰ جریبه ځمکه باندې د میوو باغونه جوړ کړي خو پدغه ولایت کې د بدیل معیشت پروګرامونه په بیړني حالت کې دي.
د ننګرهار د کانال په دولتي ځمکه کې د خرما باغونه چې کلونه وړاندې کینول شوي اوس پدغه ولایت کې د کوکنارو د یو بدیل په توګه یادیږي او بڼوال یې وايي، چې د خرما حاصل مخ په زیاتیدو دي.
د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال یې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو کښت کړی دی او لامل یې دا دی چې د کوکنارو کښت ازاد دی او څوک یې مخه نه نیسي.
د کندهار په ځینو سیمو کې چې کروندګرو د کوکنارو په ځای د شنو خونو جوړولو او پالیزونو کینولو ته مخه کړې ده وايي، چې له دې لارې ښه ګټه ترلاسه کوي.
نور پورته کول