نوموړي وویل، چې د دغه فارم په جوړولو یې لږ لګښت کړی، خو ګټه یې د شل جریبه کروندې له عاید څخه زیاته ده. سیداحمد زیاتوي، چې اوس په فارم کې پنځوس وزې لري او هر کال یې زیات شمېر خرڅوي.
د هغه په وینا، د کندز خلک مخکې دغه وزې له پاکستان څخه راوړلې، خو اوس یې له ده څخه اخلي. هغه وویل چې په زراعت کې د لګښتونو زیاتېدو او نباتي امراضو د زیاتوالي له امله یې په فارم جوړولو تمرکز کړی دی.