د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته له خپل دوه ورځني سفر وروسته د جمعې په ورځ (مې ۱۵) سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره خبرو پر مهال خپل سفر یوه "ستره بریا" وبلله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د چین ولسمشر شي جین پینګ غواړي د ایران په اړه یوه معامله وشي، او که اړتیا وي، چین چمتو دی چې د ډیپلوماسۍ په برخه کې مرسته وکړي. خو ایران وايي، د امریکا له لوري متضاد پیغامونه تهران د واشنګټن د اصلي نیتونو په اړه شکمن کړی دی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې چین ته خپل درې ورځنی سفر نن جمعه (مۍ ۱۵) پای ته ورساوه چې د دواړو هیوادونو مشرانو دا سفر بریالی او د لاسته راوړنو ډک بللی دی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته د خپل رسمي سفر په دوهمه ورځ په هغې ځانګړي میلمستیا کې چې ددوی په ویاړ ترتیب شوې وه، د امریکا او چین ترمنځ د تاریخي اړیکو، متقابل درناوي او ګډو همکاریو پر اهمیت خبرې وکړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره د سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا، نادرو معدني موادو او نړیوال امنیت په ګډون پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي. دا لیدنه داسې مهال کېږي چې د نړۍ ددې دوو سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ د تعرفو او ټکنالوژۍ پر سر سیالي لا هم روانه ده.
لکه څنګه چې تمه کېده، ایران او د هرمز تنګی په بیجینګ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ ترمنځ د خبرو د لومړۍ ورځې له مهمو موضوعاتو څخه وو. سپینه ماڼۍ وایي دواړو مشرانو موافقه کړې چې دا ستراتیژیک سمندري مسیر باید د نړیوالې انرژۍ د ازاد جریان لپاره خلاص پاتې شي.
د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چین ته د خپل رسمي سفر په لومړۍ ورځ، د چین د جمهور رئیس شي ژنپنګ په کوربه توب په دولتي ماښامنۍ کې برخه واخیسته.
چین ته د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رسمي سفر په اړه د امریکا غږ ځانګړې خپرونه وګوری.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل دوه ورځني سفر کې د چین مرکز بیجینګ ته ورسېده. د هغه د سفر پوره جزئیات د امریکا غږ په تلویزون او ټولنیزو پاڼو کې لیدلای شی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن چهار شنبې (مې ۱۳) له خپل چینایي سیال شي جینپینګ سره د دوه ورځینو خبرو لپاره د هغه هیواد پلازمینې بیجینګ ته ورسید.
نور پورته کول