د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې پارلماني ټاکنې پیل شوې؛ یو میلیارد هنديان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي


د مودي او د هغه د واکمن 'بهارتیا جنتا ګوند ' ملتپالو سیاستونو د هند د راتلونکي په اړه، په ځانګړې توګه د دغه هېواد د مسلمان اقلیت د برخلیک، چې په وروستیو کلونو کې د هندو ملتپالو له خوا په نښه شوي، اندېښې رامنځته کړي دي.
د مودي او د هغه د واکمن 'بهارتیا جنتا ګوند ' ملتپالو سیاستونو د هند د راتلونکي په اړه، په ځانګړې توګه د دغه هېواد د مسلمان اقلیت د برخلیک، چې په وروستیو کلونو کې د هندو ملتپالو له خوا په نښه شوي، اندېښې رامنځته کړي دي.

په هند کې پارلماني ټاکنې چې د نړۍ تر ټولو سترې ټاکنې بلل کېږي او شپږ اوونۍ دوام کوي د جمعې په ورځ، اپریل ۱۹(‌وري ۳۱مه) پداسې حال کې پیل شوې چې ددې هیواد د یو میلیارد څخه زیات وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي او متحدین یې په روانو ټاکنو کې له لسو څخه د زیاتو مخالفو ګوندونو د ایتلاف پر وړاندې ولاړ دي، خو ټولپوښتنې د مودي د ملتپال 'بهارتیا جنتا ګوند ' د اسانې بریا وړاندوینه کوي.

که د مودي ګوند دغه ټاکنې وګټي، نو ۷۳ کلن نریندرا مودي به دویم صدراعظم شي چې د خپلواکۍ له اتل او د هند له صدراعظم جواهر لال نهرو وروسته به پرله پسې توګه دریم ځل ټاکنې ګټي.

خو مخالف ګوندونه بیا وايي که ښاغلی مودي ټاکنې وګټي نو په هیواد کې به ولسواکي کمزورې شي. د مودي او د هغه د واکمن 'بهارتیا جنتا ګوند ' ملتپالو سیاستونو د هند د راتلونکي په اړه، په ځانګړې توګه د دغه هېواد د مسلمان اقلیت د برخلیک، چې په وروستیو کلونو کې د هندو ملتپالو له خوا په نښه شوي، اندېښې رامنځته کړي دي.

د هند د ولسي جرګي ټاکنو کې د مطلق اکثریت ګټل ځکه ډیر مهم دی، چې مطلق اکثریت د هېواد صدراعظم ټاکي او صدراعظم بیا د کابینې د جوړولو صلاحیت لري. همدارنګه پدغو ټاکنو کې یو ګوند یا ایتلاف د خپل بریا لپاره باید د کانګرس د ۵۴۳ څوکیو څخه ۲۷۲ څوکۍ خپلې کړي.

بلخوا که څه هم د هندي ځوانانو په منځ کې د بیکارۍ کچه لوړه شوې، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې، خو هند د ۱.۴ میلیارد نفوس په لرلو سره د مودي په مشرۍ د پام وړ اقتصادي ودې او د نړۍ په ډګر کې د پیاوړي حضور درلودلو شاهد دی.

مودي غواړي چې هند په یو نړیوال تولیدي مرکز بدل کړي، د دغه هېواد د زیربناو پراخه بدلون ته دوام ورکړي او همدارنګه تر ۲۰۲۴م کال پورې د انرژي له پلوه په ځان بسیا شي.

په نړیواله ډګر کې، هغه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند دایمي غړیتوب، د ۲۰۳۶ اوړي د المپیک د کوربه توب او د هند د فضایي پروګرامونو د لا پراختیا غوښتونکی دی.

دا پداسې حال کې دی چې مودي به په دې ټاکنو کې د کانګرس ګوند په مشرۍ د څه باندې ۱۰ ګوندونو د ایتلاف "د هند د ملي پراختیا لپاره ټول شموله اتحاد" لخوا ننګول کیږي. دا ایتلاف تېر کال جوړ شو او هڅه کوي چې د مودي د 'بهارتیا جنتا ګوند ' پر وړاندې په متحده توګه مبارزه وکړي.

د کانګرس ګوند، چې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ د اخیستولو وروسته د ۷۶ کلونو څخه ۵۴ کاله یې په هند کې واکمني کړې، د مودي له واکمن کیدو وروسته یې د شهرت کچه خورا ټیټه شوې او د ملاتړ بیرته ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

په هند کې پارلماني رایې اچونه به په اوو پړاوونو کې ترسره شي او د اپریل له ۱۹ څخه د جون تر لومړۍ نیټې پورې به دوام وکړي. د ټول هېواد رايې به د جون په څلورمه شمېرل کېږي او پايلې به يې په هماغه ورځ اعلانېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG