د لاس رسي وړ اتصالات

ګوانتنامو کې ۶۱ بندیان پاتي دي


مدافع وکیلان وايي موکلین به یې کلونه نور هم انتظار وکړي چې محکمه یې برخلیک وټاکي
مدافع وکیلان وايي موکلین به یې کلونه نور هم انتظار وکړي چې محکمه یې برخلیک وټاکي

ګوانتنامو زندان کې د بندیانو شمیر ډیر لږ شوی خو اوس هم په کال کې ۹۱ میلیون ډالر لګښت لري.

په امریکا کې یو شمېر مدافع وکیلان وايي هغه کسان چې د ترهګرۍ سره د اړیکو په تور په ګوانتنامو کې بندیان دي، شاید د محکمو پرېکړو ته څو نور کلونه هم انتظار وباسي.

ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې وه چې دا زندان به تړي، خو لا هم دا زندان پرانیستی دی او متحده ایالتونه د کال ۹۱ میلیونه ډالر لګښت پرې کوي.

د امریکا د سمندري ځواکونو یو جنرال جان بیکر څه موده مخکې په واشنګټن کې په یو کنفرانس کې د ګوانتنامو د نظامي محکمې بهیر خندنی وباله او زیاته یې کړه چې د دغې محکمې کمیسیونونه خپل کارونه په ځنډ کوي.

د کویټ د یو اوسېدونکي، عمار البلوشي، مدافع وکیل، جیمز کونل، وايي شاید موکل یې تر ۲۰۲۰کال پورې انتظار وکړي چې محکمه یې برخلیک وټاکي. عمار البلوشي تورن دی چې په امریکا باندې یې د ۲۰۱۱ کال د سپتمپر د یولسمې په بریدونو کې لاس لري.

ښاغلي کونل وویل د دغو قضیو ډېر اسناد او شواهد له امریکا د باندې دي او په همدې خاطر د دغو تورنو کسانو محاکمه د اعدام تر محاکمې سل چنده او ان تر هغې هم ډېره پیچلې ده.

رویټرز د متحدو ایالتونو د عدلي وزارت د یو ویاند له خولې ویلي چې د ګوانتنامو د محکمو د بهیر برعکس، د امریکا نورو محکمو په تېرې یوې لسیزې د ترهګرۍ اړوندې ۳۴۰ قضیې حل او فیصله کړي دي.

د بېلګې په توګه، د تانزانیا اوسیدونکی احمد خلفان غایلاني په ۲۰۰۹ کال کې له ګوانتنامو نه نیویارک ته ولېږدول شو، چې یوې ملکي محکمې په ۱۷ میاشتو کې د هغه دوسیه وتړله، محکمې هغه په افریقا کې د القاعدې ډلې سره د تړلو په تور په عمر بند محکوم کړ.

د پوځي کمیسیون د ویپاڼې د معلوماتو له مخې تر دې دمه په ګوانتنامو کې یوازې شپږ کسان محکوم شوي دي. خو د امریکا د دفاع وزارت د ګوانتنامو د محکمې د بهیر ننګه کوي او وايي چې د شواهدو په توګه د پټو اسنادو اروزل او څېړل ډېر وخت نیسي.

د ګوانتنامو زندان د ۹/۱۱ له ترهګریز برید وروسته جوړ شو چې په ترهګرۍ تورن کسان په کې ساتل کیږي او محاکمه کیږي.

د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبیلو بش ۲۰۰۶ کال د اکتوبر په ۱۷ په ګوانتنامو کې د تورنو کسانو د محکمه کولو لپاره قانوني اسناد امضا کړل. ولسمشر اوباما په ۲۰۰۹ کې واک ته له رسېدو ورسته د دغه زندان د تړلو ژمنه وکړه.

د ګوانتنامو په زندان کې یو مهال ۷۰۰ مشکوک ترهګر ساتل کيدل چي یو شمير یي افغانان هم وو، لسګونه مشکوک ترهګر خپلو هېوادونو ته واستول شول او ویل کیږي چې دا مهال ۶۱ په ګوانتنامو کې بندیان دي چې یو شمېر یې د کوم تور له ثبتوت پرته ساتل کیږي.

XS
SM
MD
LG