د لاس رسي وړ اتصالات

پیټ هګسیت: د ایران په ضد جګړې کې به راتلونکې ورځې پرېکړه ټاکونکې وې

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت
د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت د سه شنبې په ورځ (مارچ۳۱) په پنټاګون کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې راتلونکې ورځې به د «ایران په جګړې کې پرېکړه ټاکونکې» وي.

نوموړي وویل چې د متحدو ایالتونو د جنګي ځواک په ډېرېدو او د ایران په کمېدو دی. هغه زیاته کړه چې د دغې جګړې یوه میاشت پوره کېږي او متحده ایالتونه به شرایط ټاکي.

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر وویل د نړۍ ټول هېوادونه باید د هرمز ستراتیژیک تنګي په خلاص ساتلو او د امنیت په تامینولو کې یې ونډه واخلي، هغه وویل چې دا یوازې د امریکا مسوولیت نه دی.

هغه وویل: «زه فکر کوم د ولسمشر [ډونالډ ټرمپ] دریځ د نن سهار د ټروت سوشل په پیغام کې واضح و، دا چې په ټوله نړۍ کې داسې هېوادونه شته چې باید چمتو وي د اوبو په دې حیاتي لارې کې حضور ولري. دا یوازې د امریکا په سمندري ځواک پورې اړه نه لري. هغه اشاره وکړه چې دا د اوبو یوه نړیواله لاره ده چې موږ تر ډېرو نورو خلکو، لږ کار ترې اخیستی، په څرګنده توګه تر زیات شمیر نورو مو لږه استفاده ترې کړې. نو نړۍ باید پام وکړي او چمتو ودرېږي. ولسمشر ټرمپ چمتو دی چې د ازادې نړۍ له لوري د ایران د دې ګواښ په وړاندې دروند بار په اوږو واخلي.»

تر دغه خبري کنفرانس څو دقېقې مخکې ولسمشر ټرمپ د خپل ټروټ سوشیل په حساب کې ولیکل: «ټولو هغو هېوادونو ته، چې د هرمز تنګي له کبله خپلو الوتکو ته تېل نه شي برابرولای، لکه د بریتانیا په څېر چې د ایران له پرځولو څخه یې ډډه وکړه، یو وړاندیز لرم: لومړۍ، له امریکا څخه یې وپېرئ، موږ یې ښه ډېر لرو. دویم، لږه زړوتیا پیدا کړئ، تنګي ته ولاړ شئ او ویې نیسئ.»

ولسمشر ټرمپ لیکلي دي: «تاسو باید دا زده کړئ چې څنګه د خپل ځان لپاره وجنګېږئ، متحده ایالتونه به نور ستاسو تر څنګ نه وي، هماغسې چې تاسو زموږ تر څنګ نه وای. ایران اساسآ نابود شوی دی. سخت کار تمام شوی دی. ولاړ شئ او خپل تېل برابر کړئ.»

هګسیت د ایران د جنګي ځواک د کمېدو په اړه وویل چې «که ایران هوښیار وي، تعامل به وکړي» او په خبره یې ولسمشر ټرمپ تعامل ته لیواله دی او ایران ته یې شرایط هم څرګند دي. هغه خبرداری ورکړ که له دې سره سره بیا هم، داسې کومه معامله ونه شي، متحده ایالتونه به د ایران په ضد په «ډېر شدت سره» خپل پوځي عملیات روان وساتي.

د متحدو ایالتونو د پوځ عمومي لوی درستېز ډن کین د سه‌شنبې په ورځ د مارچ ۳۱مه د جګړې وزارت په مقر کې په یو مطبوعاتي کنفرانس کې په ایران باندې د «حماسي غضب» د عملیاتو په اړه معلومات ورکړل او په تېرو ۳۰ ورځو کې یې د امریکایي ځواکونو د لاسته راوړنو جزییات وړاندې کړل.

هغه وویل:«موږ په څه باندې ۱۱ زرو هدفونو بریدونه کړي دي. د هوايي برترۍ په زیاتوالي مو په بریالیتوب سره د (بي ۵۲ ډوله) الوتکو لومړني ځمکني ماموریتونه پیل کړي، چې موږ ته اجازه راکوي د دښمن په وړاندې خپل پرمختګ روان وساتو. موږ د توغندیو د تولید په تاسیساتو، بې‌پیلوټه الوتکو او د ایران پر سمندري ځواکونو بریدونو ته دوام ورکړی. موږ له ۱۵۰ څخه زیاتې ایراني بېړۍ له منځه وړې دي.»

نوموړي وویل چې د متحدو ایالتونو ځواکونه د ایران د پوځي وړتیاو او په خاص ډول د سمندري وړتیا په ترلاسه کولو تمرکز کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG