د لاس رسي وړ اتصالات

او د لوګر په ولایت کې هم د طالبانو پرضد عام ولس راپورته شو


د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وایي چې پدغه ولایت کې هم د طالبانو په خلاف خلک راپورته شوي دي . د لوګر ولایت امنیه قوماندان جنرال غلام سخي روغ لیونی وایې چې د چهارشنبی په ورځ د لوګر ولایت د کلنګار د ولسوالۍ په سلکونو تنه خلکو د طالبانو په خلاف مظاهرې وکړې او د دغو مظاهرو په ترڅ کې یې پریکړه وکړه چې په خپله سیمه کې به طالبانو ته د هیڅ ډول فعالیت اجازه ورنکړي
روغ لیونی وایی چې د لوګر ولایت د کلنګار ولسوالۍ اوسیدونکو د دغې ولسوالۍ په اوږدو کې د غزیدلی لویې لارې د امنیت د ساتلو پریکړه هم کړې ده. نوموړی زیاتوي چی ژر به د لوګر ولایت په نورو سیمو کې هم خلک د طالبانو په خلاف را پورته شی .

د طالبانو په خلاف د خلکو لمړی پاڅون د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې نږدی دری میاشتې وړاندې پیل شو چې ډیر ژر نورو ولایتونو ته هم وغزیدی .

طالبان د هغوی په خلاف پاڅونونه د امریکا او افغان حکومتونو کار ګڼي او هغوی چی د طالبانو په خلاف یی ټوپک ته لاس کړی هغوی د سمیزو ملیشو په نامه یادوي خو افغان حکومت د دغو پاڅونونو نه خپل ملاټړ څرګند کړی دی.
XS
SM
MD
LG